<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-20 18:46:19    
د بېجينګ ځانګړې ولسي ودانۍ

cri

د بېجينګ ځانګړې ولسي ودانۍ چې سه هه يوان نوميږي، ساختماني بڼه يې داسی ده چې په منځ کې يې يو انګړ دی او شاو خوا کوټې يې د اوسيدو لپاره دی. په چيني ژبه سه څلور يعنی د څلورو خواوو او هه د يوځايښت مانا لری. د سل ګونو کلونو د أبادی او بشپړتيا له امله د دغه ډول ودانيو د ساختمانې بڼې او کورني جوړښت له پلوه د بيجينګ ځانګړتياوې رامنځته شويدی. چين ته د سفر په دغه کړی کې به تاسو ته د سی هه يوان ځانګړي هوټل په هکله څه معلومات درکړو.

د بيجينګ د ليو سونګ يوان هوټل د بيجينګ د زاړه ښار د تاريخ او کلتور په يوه ساتونکې سيمه کې پروت دی چې ساختمانی بڼه يي په پوره توګه دوديز سی هه يوان ودانۍ ته ورته ده. د هوټل شاوخوا ديوالونه له شنو خښتو او خړو کاشيو جوړ شوی ، د ديوالونو تر څنګ باڼسونه کرل شوي او د انګورو چيلو لاندي ارامۍ څوکۍ ايښودل شويدي چې په ټوليز ډول ويل کيږي چې د هوټل هر ځاي د بېجينګ له ولسي دودونوڅخه ډک بريښي. د دغه هوټل مشر ښاغلي وی جين يوان وويل دغه سی هه يوان ودانۍ لرغونی تاريخ لری او په ښه توګه ساتل شوې ده چې پخوا د يوه شهزاده کور و. هغه وويل دغه ودانۍ تر اوسه پوری د يو سل او پنځوس کلونو تاريخ لری چې پراخوالی يې دوه زره او څلور سوه مربع مترو ته رسېږي او شاو خوا شپيته کوټې په کې شته. په دی ودانۍ کې ايښودل شوي موبلونه ټول پخواني دي، د خدمتګارانو کالي له پخواني شکل سره سم ګنډل شوي او خواړه هم د پخواني دودونو له مخې پخول کيږي. په دغه هوټل کې اوسيدونکي ميلمانه په عمده توګه له اروپا او امريکا

څخه راځي او موخه يی دا ده چې په خپلو سترګو د بيجينګ دوديز کلتور او تاريخ وګوري.

د ښاغلي وی په وينا د لو سونګ يوان هوټل په هره کوټه کې ايښودل شوي موبلونه بيل دي د بېلګې په توګه په کوټه کې هغه ميز چې د موسيقی اله ورباندی ايښودل کيږی ، کټ ، الماری ، څراغونه او نور ميزونه او څوکۍله کلکو لرګيو څخه جوړ شوی دي او ډير ښکلی هم دي . د هوټل نارينه خدمتګاران ځانګړي اوږد لباس اغوندي او ټوکري بوټونه په پښو کوي ، ښځينه خدمتګارانې داسې لنډ کالي اغوندي چې ډول ډول ګلان ورباندي ګلدوزي شويدي چې دغه کالي د شلمی پيړۍ په پيل کې په بيجينګ کې دود شوي وو. دوی په تودو احساساتو سره له مشتريانو سره خبرې کوي او حتی د رخصتۍ په وخت کې له مشتريانو سره يو ځای شاوخوا کوڅو ته ووځي او د زاړه بيجينګ په هکله کيسې ورته وايي.

هر کال زيات شمير بهرني سيلانيان دغه هوټل ته راځی، له فرانسې څخه راغلی سيلانی ښاغلی ارونود تيسير د لومړي ځل لپاره بيجينګ ته راغلی چې د دغه هوټل د چاپيريال ډېره ستاينه يي وکړه. هغه وويل زه او ملګرې مر د لو سونګ يوان په ځانګړی هوټل کې رحصتی تېروو. د هوټل خدمتی چارې ډېر ښی دی او خدمتګاران يي ډير ميلمه پال دي او له موږ سره يې ډيره مرسته کړېده . د نورو هوټلونو په پرتله د دغه هوټل د کارکوونکو د انګريزي ويلو کچه لوړه ده او د اوسيدو زمينه يې له نړيوالو سوداګريزو هوټلونو سره برابره ده .موږ به د تل لپاره دغه ښکلی رخصتی يادوو.د ده په شان د نړۍ له بيلا بيلو ځايونو څخه راغلو زياتو سيلانيانو په دغه هوټل کې د زاړه بيجينګ ژوند احساس کړی دی. کارکوونکې ميرمن جانګ يان چې

په هوټل کې يې د شلو کلونو

لپاره کار کړی، يادونه وکړه چې د جاپان نامتو کندکتور ښاغلي سيجی کزاوا په بيجينګ کې د يوه کانسرت د لارښوونه کولو په وخت کې په دغه هوټل کې اوسيده.

ښاغلي سيجی کزاوا وويل که په لوړ ستوريز هوټل کې اوسيږي، سهار له پاڅيدو وروسته پوه نه شوم چې په کوم هيواد کې يم ځکه د هر هېواد پنځه ستوريز هوټلونه يو شان دي، يوازی په دغه هوټل کې له پاڅيدو وروسته سمدلاسه پوه شوم چې زه په چين کې يم. ميلمانه د سه هه يوان په هوټل کې کيداي شی چې په ريښتيا د زاړه بېجينګ فضا او کلتور احساس کړي او ترې ځانګړي خوند واخلي.