<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-21 19:11:52    
يوه چيني او هالندي کورنۍ په بيجينګ کې

cri

د هغې جامې اغوستل او خبرې کول له سيمه اييزو خلکو سره بشپړ توپير لري،د سپينو نقره يي ويښتانو ميرمن چې دبيجينګ د دونګ چينګ علاقه دارۍ د هوتونګ سړک په شاوخوا سيمه کې اوسيږي،أبي سترګې لري،د ګاونډيانو ماشومان هغې ته انا غږ کوي،او ډېر لږ کسان کولای شي چې د هغې ښکلی لويديځ نوم يعنې ويلما ايليس هوګان ورب په صحيح توګه واخلي،ويلما لمړی ځل د چين د ولسي جمهوريت له جوړيدو وروسته له خپلې مور سره چين ته راغله،خو په هغه وخت کې هغې هيڅکله هم دا فکر نه کاوه چې دلته په چين کې به د يوې بهرنۍ په توګه د اوږدې مودې لپاره د سيمه اييزو عجيبو خوړو او چاپيريال په شاوخوا کې پاتې شي،او هيڅکله دا فکر ورسره نه وو چې له يو چينايي سره به واده وکړي يا به ددې خاوند يو چينايي وي،خو کله يې چې له يو ښکلي چينايي ځوان سره له زړه مينه پيدا شوه،نو له هغه وخت راهيسې پنځوس کلونه تېر شوي او ويلما له خپل خاوند سره يوځای دلته په چين کې ګډ ژوند تېروي.

يانګ باولو چې اوس څلوراتيا کلن دی هغه وخت داسې رايادوي،ډېر کلونه مخکې د بيجينګ ښار په پنځم لمبر بس کې له يوې ښکلې هالندۍ نجلۍ سره مخامخ شوم،او ددې خبرې په يادولو سره يې خپله مسکا پټه نشوای کړای،او خپله کيسه داسې کوي: کله چې زه د پيکنګ پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي څخه فارغ شوم،تل د يو سر انجير په توګه ډېر بوخت وم،يوه ورځ کله چې له دندې څخه رخصت شوم او د کور په لور په بيړه سره روان وم،ځکه تر يوې ورځې کارکولو وروسته زه څه ستړی وم او کله چې بس راغی نو ما بيړه کوله چې ژر بس ته وخيژم،خو هغه مهال مې له يوې ښکلې بهرنۍ سره ټکر وکړ چې په لاس کې يې زيات بکسونه او کڅوړې وې،او پر ما يې غږ وکړ چې(اې ځوانه)زه په ريښتيا سره حيران شوم،چې دا مېرمن څنګه پرته له کومې وېرې په ډاډه توګه زما په مورنۍ ژبه خبرې کوي،اوما ته يې وويل ته بايد ډېر با احتياطه اوسې،ما له هغې څخه بښنه وغوښته او ژر مې له هغې سره د بکسونو او کڅوړو په وړو کې مرسته وکړه،په ياد لرم چې دا ډېر کلونه مخکې وو،او دغې ځوانې بهرنۍ په بشپړه بيجينګي ژبې خبرې کولې، يانګ باولو خپلې خاطرې ورپه يادولې او داسې دوام يې ورکړ:کله چې زموږ سترګو له يو بل سره ليده کاته وکړل نو ما ورو د هغې توکي کيښودل،او خپل آدرسونه مو يو بل ته ورکړل،يانګ باولو وايي(هغه زما لمړنۍ او وروستۍ مينه ده)هغه ماښام کله چې ما د هغې له کورنۍ سره وليدل،ډېرې خبرې مو وکړې،چې هيڅ خلاصی يې نه درلود،د هر څه په اړه،موږ نه پوهېدلو چې له کوم ځای څخه يې پيل کړو او په کوم ځای کې يې پای ته ورسوو،د چين د تاريخ،په بيجينګ کې د ژوند،زما د ماشومتوب،زما د کلي کور،ډېر ليرې او د ډېرو زياتو مسئلو په هکله وغږيدو،په هر حال ددوی د مينې کيسه په بشپړه توګه نده ښکاره شوې او لا هم ډېرې خبرې پټې پاتې دي،د يانګ کورنۍ په ډېرې سختۍ سره دا ومنله چې ددوی زوي له يوې شنې سترګې بهرنۍ سره واده وکړي،او د ويلما ملګري پدې نه پوهيدل چې دا ولې غواړی له يو کارپوه سره چې له يوې بې وزلې کورنۍ څخه دی واده کول غواړي.

د ويلما اوښي دې ته وويل که ته بيرته چين ته ولاړه شې نو په درې مياشتو کې به بيا خپل هيواد ته راوګرځې،خو د هغه وړاندوينه سمه نه وه،او د نولسم شپيتم کال د جنورۍ په لمړۍ نيټه دغې ځوانې جوړې د چيني دودونو سره سم واده سره وکړ،او د هالندي نجلۍ کورنی نوم د هغې د ميړه نوم ته واوښت،او يانګ په بيجينګ کې د نورو عادي وګړو تر منځ د خپلو دودونو سره سم ژوند ته دوام ورکړ.

کله چې دوی واده سره وکړ نو ويلما د خپل خاوند له کورنۍ سره اوسېده،ډېر ژر د هغې ژوند د يوې ځانګړې چينایی په شان شو،چې د درې نسلونو خلکو تر يوه چتر لاندې ژوند کاوه،چې په څو کلونو کې د يو زوی او يوې لور خاوندان شول.

ويلما د هالند په يوې لوړې کورنۍ کې زيږيدلې وه،خو له ښاغلي يانګ سره تر واده وروسته يې په بيجينګ کې د يوې عادي چيني مېرمنې په شان ژوند کول پيل کړل،هغې خپل پخواني ژوند ته تر ډېره بدلون ورکړ،او معلومدار چې په نوې کورنۍ کې يې هم مهمه ونډه او رول درلود،د بېلګې په توګه دغې ناوې هڅه کوله چې يوه ښه مېرمن اوسي،خپل اولادونه ښه وروزي او له خپلې خسرګنۍ څخه دا هيله درلوده چې هغې ته د خپلې لور په سترګه وګوري.ويلما په خپل ورځني لږ معاش سره وکولای شول چې له ټولې کورنۍ څخه ملاتړ وکړي،او په بيلابېلو کارونو کې مرستې ورسره وکړي،د بېلګې په توګه د توکيو په اخيستلو کې،پخلي او د ژمي د سختو سړو او اوږدې مودو کې دچيني کاهو په ساتلو کې يې ځانګړې ونډه درلوده.

ويلما تر هغه چې اولادونه يې لږ څه رالوي شول له کور څخه بهر هيڅ دنده ترسره نه کړه،هغه ځکه ډېره بختوره وه چې کولای يې شول په انګريزي،هالندي،فرانسوي،ألماني،او چينايي ژبو په ښه توګه خبرې وکړي،او د سينهوا او پيکينګ پوهنتونونو په ګډون يو شمېر نورو د لوړو زده کړو موسسو هم د کارکولو وړانديزونه ورته وکړل.

ويلما په خندا سره وايي زما هيڅ په ياد ندي چي څه شمېر زده کوونکيو ته مې زده کړې ورکړې دي،وروسته تر هغه چې دوي له کار څخه تقاعد شوي خپل عادي ژوند ته يې دوام ورکړی دی،دغه مېرمن او خاوند وايي موږ ډېر کارونه په مخ کې لرو چې بايد تر سره يې کړو د بېلګې په توګه د بوټو او ګلانو روزنه او ساتنه،د چينايي کرکترونو تمرين،د کوچنی پيشو ساتنه،او تر ټولو مهمه دنده دا ده چې موږ د هغه کتاب په ليکلو بوخت يو چې د چين او لويديز د مشهورو خوړو په هکله دی.

کله چې له ښاغلي يانګ څخه پوښتنه وشوه چې أيا کله مو له ويلما سره شخړه کړې ده که نه؟ يانګ وايي نه هيڅ کله هم نه،ويلما په کورنۍ کې ټولو ته منلې ده،او دا کار دومره أسان هم ندی چې يو تن د کورنۍ ټول غړي خوښ وساتي،زه ډېر خوښ يم او ځان ډېر بختور بولم چې داسې يوه ښکلې او ښه مېرمن لرم.

د بهرنيان په چين کې د خپرونې قدرمنو اورېدونکيو نننی پروګرام په همدې ځای پاي ته رسيږي،هيله ده چې ستاسو د خوښې او پام وړ ګرځيدلی وي،نو د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې ستاسو کوربه زه خوشحال تايب درڅخه اجازه غواړم.خوښ او سوکاله اوسئ.