<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-21 20:11:51    
وروموچي

cri

وروموچي ښار د چين د شينجيانګ د ويغوري قوم د خپلواکې سيمې مرکز دی او د سمندر له سطحې څخه ٩٠٠ متره لوړوالی لري ، په ښاري سيمه کې د ويغور ، هان، قزاق ، مغول ،تاجک د قومونو په شمول يو مليون نوي زره تنه خلک اوسيږي ٠

وروموچي ښار يو نوي اباد شوی صنعتي ښار دی ، په دې ښار کې د فوﻻدو ، اوسنو، څرمن ، سکرو، سمنټو ، نفتو ، نساجي او د غاليو د اوبدلو په شمول يو لړ صنايع شته ، په دې وروستيو کلونو کې د وروموچې په ښار کې صنايعو په ډيرې چټکۍ سره پرمختګ کړی دی ٠ دغه راز وروموچي يو توريستي ښار هم دی ٠

د وروموچي د ښار پراخوالی دوولس زره مربع کيلومتره دی ، هوا يې متعدله ده او ښکلې طبيعي منظرې لري ٠

د وروموچي ښار د ختيځ او جنوب خوا ته د تيان شان نومي غرونه وﻻړ دي ، د تيان شان په غرونو کې يوه لوړه څوکه شته چې بوګدا نوميږي ددې څوکې په نيمه برخه کې يو لوي جهيل شته چې خلک ورته تيان څي وايي چی د اسماني ملکې حوض معنی لری ٠ ډير پخوا خلکو دې حوض ته د ياو څي نوم هم ورکاوه ، د تيان څي جهيل په باب ځينې افسانې هم شته ، او د خلکو په منځ کې يې مشهورې دي چې له دې جملې څخه يوه افسانه شته چې وايي درې زره کالو نه مخکې د جومو په نامه امپراطور دچين د مرکزي او داخلي سيمو څخه د لويديځي سيمې ياو څي جهيل ته ورغی او په دې سيمه کې دوانګ مو نومي ملکې لخوا يی ډيره توده ميلمه پالنه وشوه او د ياڅي د حوض د خورا پاکو اوبو څخه يې ښه او مزه دار شراب جوړکړل او د ياو څي جهيل يعني د تيان څي جهيل په غاړه کې يې لويه ميلمستيا برابره کړه ٠ په دې ميلمستيا کې ډيرې تازه او خوږې ميوې ايښودل شوې وي او سندرې او نڅاوې تر سره کيدلې٠ جوموامپراطوروانګ مو ملکې ته زيات شمير د داخلي او مرکزي سيمو څخه راوړل شوي د سرو او سپين زرو تزينات او ځانګړي محصولات او ډير ښکلي وريښمين ټوکران وړاندې کړل او وانګ مو ملکې جومو امپراطور ته زياتې قيمتي ډبرې هم ورکړې ، ورپسي دوي سره يو ځاي زياتو ښکلو او منظره لرونکو ځايونو ته هم سفرونه وکړل ٠ يوه بله افسانه دا ده چې وايي تيان څي جهيل پخوا د وانګ مو ملکې او د نورو ښځينه ښاپيريو د ځان د مينځلو حوض و او د تيان څي د حوض دپاسه رنګينې وريځې د ملکې ښکلي کالي و٠ د دغو په زړه پوري افسانو د شهرت له امله د تيان څي جهيل ته ﻻ زيات مرموز رنګ ورکړل شوی دی٠