<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-21 20:03:54    
په بېجينګ کې د کتابونو نړيوال نندارتون

cri

په بېجينګ کې د ٢٠٠٧ کال د کتابونو نړيوال نندارتون په وروستيو ورځو کې پای ته ورسېد. د کورنيو او بهرنيو اړوندو کارپوهانو په أند دغه نندارتون د چيني او بهرنيو کلتورونو د تبادلې لپاره يوه ښه زمينه برابره کړی ده. د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه نندارتون په اړه څه معلومات درکړم.

دغه نندارتون په أسيا کې د کتابونو د تر ټولو لوی نړيوال نندارتون په توګه دغه نندارتون د اګست له دېرشمې نېټې څخه د سپتمبر تر دريمې نېټې پوری په بېجينګ کې تر سره شو. له اتوپنځوسو هېوادونو او سيمو څخه د چاپولو يو زر او څلور سوو ارګانونو پکې ګډون کړی و. د چين د چاپ او اطلاعاتو د دولتی ادارې مشر ليو بين جيه د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل

دغه نندارتون د چين او بېلا بېلو هېوادونو د چاپولو چارو ترمنځ د يو پل حيثيت لري دی او د اړوندو ساحو ترمنځ يې د نظريو تبادلې او همکارۍ ته يوه ښه زمينه برابره کړی ده. هيله لرم چې د دغه نندارتون له لارې د چاپولو حق سوداګرۍ او د اړوندو چارو ترمنځ تګ راتګ پياوړی شي .

په ١٩٨٦ کال کې د بېجينګ د کتابونو نړيوال نندارتون له پيل راهيسی، په پرله پسی توګه پرمختګ کړی دی. په دغه نندارتون کې د نندارې چايونو پراخوالی څلوردېرش مربع ميترو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله په سلو کې درېش زياته شوی دی. بر سېره پری سل زره ډوله کتابونه نندارچيانو ته وړاندی شوي چې

دغه شمېر په تاريخ کې تر ټولو زيات دی.

المان په دغه نندارتون کې يو عمده ګډوکونکی دی. د دغه هېواد د کلتور وزير برند نيومان وويل د دغه نندارتون د عمده ګډونکی په توګه مونږ ډېر وياړو او مونږ هيله لرو چې د دغه فرصت له لارې د المان د کلتورونو او ادب په هکله ډېرو چيايانو ته معلومات ورکړو.

د نړيوالو کتابونو د راوړلو ترڅنګ نړۍ ته د چين د ورپېژندلو په چارو کې ګام اخيستل هم د دغه نندارتون يوه مهمه موخه وه. د دغه نندارتون په ترڅ کې په اوه سوو کلتوري فعاليتونو کې د چيني کتابونو د صادرولو په اړه يو لړ فعاليتونه تر سره شول.د امريکا امازون شرکت په ويب پاڼه کې يو کتابتون دی چې د پلورلو انډول يې په نړۍ کې لومړی ځای لری.د دغه شرکت يو چارواکی وويل هغه ډېر وياړي چې دغه شرکت د چيني کتابونو د صارولو په فعاليت کې لوی رول لوبولی دی.ده وويل

 د امازون کتابتون اوس اتيا ډوله چيني کتابونه لري چې د چين په اړه د چاپولو توکيو ته د لوستونکو اړتياوې پوره کولای شي. اوس د چيني کتابونو د ډولونو شمېر لا زياتېږي.

دوه کاله مخکې بهرنيو هېوادونو ته د چيني کتابونو د خپرولو پلان پيل شو او د بېلا بېلو هېوادونو د چاپولو ارګانونه هڅول شوی چې چيني کتابونه وژباړي او چاپ يې کړي. په دغه نندارتون کې د دغه پلان په اړه غوره کتابونه ځانګړی ځای لري ايښی چې د زر ډولونه چيني غوره کتابونه نندارچينانو ته وړاندی شوی او دوولسو بهرنيو سلاکارانو ته بلنې ورکړل شوي چې د چيني کتابونو د خپرولو په اړه د کارونو لارښودنې

وکړي.

بر سېره پردی چيني کتابونو ته د خدمتونو په اړه ځانګړي جايزه چې د چين د چاپ او اطلاعاتو دولتي ادارې له خوا جوړه شوې، د دغه نندارتون په ترڅ کې اعلان شوه وه. د چيني ادب د کارپوه کوبين ولفګانګ په ګډون دری تنو المانيانو دغه جايزه تر لاسه کړی وه. د دغې جايزې د جوړولو موخه د هغو ژباړونکو، ليکوالانو او د چاپو د هغو کارپوهانو ستاينه ده چې د چيني کتابونو په هکله د معلوماتو ،ژباړولو او چاپولو او د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادلې ته يې خدمتونه کړي دي.