<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-21 19:17:08    
ما شيان هوا: زه به تل د ماشومانو د هيلې د ترسره کولو لپاره کوښښ وکړم

cri

ما شيان هوا د چين د جي لين ولايت د هوی چون ښار د ينګ ان علاقه دارۍ د شين ګوو شو کلی د لومړی ښوونځی يوه عامه ښوونکې ده. دا تل وايي چې د يوې ښوونګې په توګه کار کول يې يوازنۍ هيله ده. په غرنی سيمه کې په ښوونځی کې زده کړه کول د ماشومانو هيله ده، نو زه د دوی هيلې د تر سره کولو لپاره کوښښ کوم. په ٢٠٠٧ کال کې ماشيان هوا د چين د کمونست ګوند د اوولسمې دورې ملی کانګرس د استازې په توګه وټاکل شوه. نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ماشيان هوا په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

په ١٩٩٦ کال کې د جي لين ولايت د کوريايې قوم د يان بيان خپلواکی سيمې د ځنګلونو ادارې پريکړه وکړه چې د څو لوڅو غرونو په لمنو کې د څو زره هکتاره په پراخوالی د ميوو باغونه جوړ کړي، نو شپيتو کورنيو چې د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه هلته تللې وې، د ميوه لرونکو ونو په کښينولو پيل وکړ. خو د دغو کورنيو ماشومان د زده کړې له ستونزو سره مخامخ وو، ځکه چې نژدی ښوونځی له دغې سيمې څخه په لسګونه کيلومترۍ واټن کې پروت دی او لاره يې ډېره پيچلی ده. نو ځايی حکومت د دغې ستونزې د ليری کولو لپاره د ګوو شو شين څون کلی لومړی ښوونځی جوړ کړ. ما شيان هوا اوس په دغه ښوونځی کې د يوازنۍ ښوونکې په توګه کار کوي.په دغه ښوونځی کې يوازی ديارلس تنه زده کوونکي زده کړه کوي.

ګوو شو شين څون کلی يو بی وزلی کلی دی ، د کلی حکومت زياتې پيسې نه لري. نو ښوونکې ما شيان هوا د خپل توان په اتکا سره بېلا بېلې ستونزې ليری کړی دی. پخوا په دغه ښوونځی کې يوازی او يوازی يوه خاورينه کوټه وه ، حتی د لمر وړانګې هم له کړکۍ څخه کوټې ته نه شوای رسېدلی چې له امله يي دې په خپلو پيسو بريښنايی مزی غځولي او زده کوونکو ته يې د درس ورکولو ښه زمينه برابره کړېده . برسيره پردې په دوبی کې د اورښت په وخت کې د درسي کوټې بام څاڅي، خو ما شيان هوا بيا هم خپلی ښوونې او درس کولو ته دوام ورکوي. د اوږدې مودې ستړتيا له امله ما شيان هوا په ډېرو ناروغيو اخته شوې، خو هيڅکله يي هم يو درس نه دی ځنډولی .

د ما شيان هوا په ښوونځي کې د زده کوونکو عمرونه بېلا بېل دي او د زده کړې بهير يې هم يو شان نه دی. ما شيان هوا کله کله غرمه او ماښام مهال په خپل فارغ وخت کې زده کوونکو ته درسونه ورکوي. بر سېره پردې، ما شيان هوا د زده کوونکو د ټولو درسونو ښوونکی ده چې په يو عادی ښوونځی کې د څو تنه ښوونکو دندې پر غاړه لری . د ميوه لرونکو ونو باغ خاوندې لي ګوی فن د ښوونکې ما ډيره ستاينه وکړه او و يی ويل: ښوونکې ما له ماشومانو سره ډېره مينه لري د دې هيله دا ده چې کليوال ماشومان هم د زده کړې له نعمت څخه برخمن شي. ښوونکی ما تر خپلی وسی پورې دغو زده کوونکو ته د پوهنې په ورکولو بوخته ده .

په تېرو يوولسو کلونو کې د ما شيان هوا ښوونځي څه دپاسه شپيته تنه زده کوونکی منځنيو ښوونځيو ته تللی دی. د دې ترڅنګ ما شيان هوا په جلا جلا توګه د يو لين ولايت په غرنی سيمې کې د غوره ښوونکې نمونوی وياړ تر لاسه کړ او د چين د اخلاقی ښوونکو د استازي او د هېواد د ښوونکو د مخکښی په توګه ټاکل شوې ده . بر سيره پردې، ما شيان هوا د چين په لومړيو او منځنی ښوونځيو کې له لسو

غوره ځوانو ښوونکو څحه يوه ده او د چين د کارګرانو ملی ټولنې له خوا د چين د نمونوی ښځينه کارکوونکی په توګه ټاکل شوې ده.

اوس د ګوو جو شين څون کلی لومړی ښوونځی بڼه په پوره توګه بدله شوې ده، د ودانی پرخوالی يې سل مربع مترو ته رسيدلی او د سپورتی ډګر په شا و خوا کې يې نيالګي ايښودل شوې دي. ما شيان هوا وويل: که څه هم ډېر وياړونه می تر لاسه کړی، خو بيا هم يوه عادی ښوونکی يم. ټينګ هوډ لرم چې په پوره ځواک خپلی دندی تر سره کړم.

د ګوندی استازي په توګه له غوراوی وروسته ما شيان هوا څرګنده کړه: دا زما په عمر کې يو ډېر لوی وياړ دی.