<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-21 19:57:06    
فلم جوړونکی چن که شين

cri

فلم جوړونکی چن که شين نه يوازی په هانکانګ کې تر ټولو زياتې جايزې تر لاسه کړي، بلکې له ډېرو ځوانو فلم جوړونکو سره يې مرسته کړی ده.

٤٥ کلن چن که شين د امريکا د کليفورنيا پوهنتون د فلم جوړونې له څانګې څخه فارغ او ورپسی بېرته هانکانګ ته راستون شو او له خپلو ملګرو سره يې د UFO په نامه د فلم يو شرکت جوړ کړ. په ١٩٩٤ کال کې د ٢دی ښځه او دا سړی په نامه يو فلم چې د ده له خوا جوړ شوی، ستر برياليتوب تر لاسه کړ. له څلورو مياشتو وروسته چن که شين يو بل فلم جوړ کړ چې نوم يې خوږه مينه دی. په دغه فلم کې يوې جوړې ترمنځ د يوې مينې کيسه انځور شوی ده. دوی دواړه په ١٩٨٥ کال کې د خپل ژوند د بيا پيل لپاره د چين له سترې برخې څخه هانکانګ ته ځي . په لسو کلونو کې دوی له لومړی کتنې بيا تر ملګرتيا پوری او بيا له ملګرتيا څخه تر مين کېدو پوری بدل شوی خو په پای کې يې يو له بل څخه بلېږي. دغه فلم د مينې په اړه داسې فلم ګڼل کېږي چې له لسو کلونو راهيسی يې په بريالي توګه د چين د سترې برخې او هانکانګ د وګړيو زړونه راجلب کړي دي. په همدی مهال دغه فلم د هانکانګ د فلم جوړونکو په هکله ٩ جايزې تر لاسه کړي دي. چن که شين د دغه فلم له لارې د طلايی أس په نامه د هانکانګ فلمونو د ١٦ دورې په غونډه کې د تر ټولو ښه فلم جوړونکی جايزه تر لاسه کړه.

له دغه فلم وروسته چين که شين په يوه اوږده موده کې هيڅ فلمونه جوړ نه کړل.

ده غوښتل چې يو بل ډول فلم جوړ کړي چې د خوږې مينې له فلم سره توپيرولري. په

پای کې يې د سندرو او نڅا يو فلم جوړ کړ چې نوم يې ښايی مينه وي دی. چين که شين وويل د کوميدی فلم، د سندرو او نڅاوو فلم او ډاروونکی فلم په ګډون مې ډول ډول فلمونه مې جوړ کړی وو خو په ريښتينی توګه دغه فلمونه د مينې فلمونه دی. غواړم چې له عشقي فلمونو څخه ځان وژغورم . دغه فلم له خپرېدو وروسته د ډېرو نندارچيانو خوښ شوی او له امله يې چن که شين د طلايي أس جايزې په ګټلو سره د ٤٣ دروی په مراسمو کې د تر ټولو ښه فلم جوړونکی په توګه وټاکل شو.

له فلمونو او فلمي هنر په اړه د ښاغلی چن که شين نظرونه او له فلم جوړونې سره دده احساسات له نورو دايريکترانو سره توپير لري او د ده په فلمونو کې د ده ځانګړي نظرونه په ښه او بشپړه توګه څرګندشويدي. ده وويل

زما په اند زما فلمونه هنري فلمونه نه دي او په پوره توګه د وګړيو ژوند انځوروي . سره له دې چې زما دغه نظر ستاسو د منلووړ نه دی ، خو اصلی موخه می نندارچيانو ته د وګړيو واقعي ژوند برابرول دي.

پر فلم جوړولو سر بېره چن که شين اوس هم د فلمونو په ډېرو عامو فعاليتونو کې ګډون کوي او له ځوانو فلم جوړونکو سره مرسته کوي. ده د جان دارا په نامه د تايلند فلم او د يوې ښکلی پسرلنۍ ورځې په نامه د کوريايي فلم د جوړولو په کارونو کې هم کډون کړی دی.