<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-21 22:01:52    
جان شنګ جون: د بزګرانو د يو ښه روغتون جوړونې هيله زما خيال دی

cri

په ١٩٧٧ کې جان شنګ جون د طب له پوهنځي څخه فارغ شو او د هی لونګ جيانګ ولايت د هاربين ښار د شين فا علاقه دارۍ په يو کوچنی روغتون کی يې په کار پيل وکړ. په هغه وخت کې په دغه کوچنی روغتون کې يوازی شپږ تنه ډاکتران او څه نا څه لس خونې وې. سره له دې چې د ژوند او کار شرايط ډير سخت او طبي سامانونه ډير کم وو، خو ډاکترانو بيا هم د ناروغانو درملنه کوله . ډاکتر جان شنګ جون هره شپه په بايسکل هغه کورس ته ور تګ چې د ده د استوګنې په سل کيلومترۍ کې و چې په پايله کې يي د جراحۍ ، ښځو او هډوکو په ساحه کې د درملنې تکنولوژۍ زده کړه او له زياتو مشهورو ډکترانو څخه يي ګټورې تجربې تر لاسه کړې. دغه شان د ده د طبي مهارتونو د پياوړتيا له امله ډېرو زياتو ناروغانو غوښتل چې دی د دوی د جراحۍ عمليات وکړي. ده يوه ورځ ١٣ ځله عمليات اجرا کړي دی.

په ١٩٨٧ کال کې جان شنګ جون د دغه کوچنی روغتون د مشرۍ دنده پر غاړه وخيسته او له هغه وخت راهيسی يې د بزګرانو لپاره د يو ښه روغتون په جوړولو پيل وکړ.

د لويو برياليتوبونو په تر لاسه کولو سره، جان شنګ جون د مې لومړۍ نېټې په نامه جايزه، په چين کې د غوره ډاکتر جايزه او د هاربين په ښار کې د لسو وتليو کسانو جايزه تر لاسه کړې ده .

خو د اوږدې مودې د سختو کارونو او ستړتياوو له امله، دده صحت زيانمن شوی دی. د ١٩٩٤ کال په جنوری او د ٢٠٠١ کال په فبروری کې درې ځله د زړه له حملې سره مخامخ شوی او په ٢٠٠٤ کال کې بيا د سږي په سرطان هم اخته شو ، خو له لس ورځني بستري وروسته روغتون ته راستون شو او د کار تر څنګ يي کيمياوي درملنه ومنله . له بده مرغه په يوه اوونۍ کې دوه واره د يو ناروغ د عملياتو په ترڅ کې بی هوښه شو او له ويښيدو وروسته يي لاهم عملياتو ته دوام ورکړ.

د ٢٠٠٥ کال په اګست کې د هی لونګ جيانګ ولايت ګوندي کمېټې او د هاربين ښاروالي وګړيو ته له جان شنګ جون څخه د زده کړې غږ وکړ. په همدی وخت کې د ده نيکه هيله هم بشپړه شوه يعنی د بزګرانو لپاره د څلور زره مربع مترو په پراخوالي يو عصری روغتون جوړ شو. اوس په دغه روغتون کې د درملنې پنځلس څانګې او د طبي تکنولوژۍ نهه دفترونه شته .

جان شنګ جون وويل د نوی ودانۍ له بشپړېدو راهيسی، د ناروغو شويو بزګرانو د درملنې بيه به نورلس سلنه کمه شي چې ددوی لپاره به د درملنې نوره ښه زمينه هم برابره شي او لګښت به يې نور کم شي. پر دې سربيره، بايد د ډاکترانو يوه داسې ډله جوړه شي چې د غوره طبي اخلاقو او تکنولوژۍ څښتنان وي. دا د بزګرانو لپاره د يو ښه روغتون د جوړونې بنسټ دی.