ګرانو دوستانو ! د پروګرام په تيرو څو کړيو کې د اوريدونکو د کلبونو د غوره کولو په اړه يو لړ ځانګړی مضمونونه خپاره شول . هيله لرم چې تاسو په دی اړه خپل نظرونه يا وړانديزونه راواستوئ . مونږ به ژرترژره د دغه فعاليت پايله رامنځته کړو او اړوند کلبونه به غوره کړو او اړوندې جايزې به ورکړی شی . دلته زه د زياتو اوريدونکو له ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه څرګندوم .
زمونږ يو دايمی اوريدونکی نثار احمد احمدی موږ ته يو ليک رااستولی چې پکی ويل شوی چې ګرانو دوستانو د پوښتنې او ځواب پروګرام چلونکی ښاغلی محترم احمد زلمی ورور جانه زه دغه ليک ستا دغه پروګرام در استوم . هيله کوم چې د پروګرام په ترڅ کې يی راته خپور کړی . زه يو څو پوښتنې لرم او هيله لرم چې ځوابونه به يی راکړئ :
لومړی ، زه څنګه کولی شم چې د چينی ژبې د خپريدو دولتی ډلې سره د چينی ژبې د زده کړې لپاره اړيکې ونيسم ؟
دوهم ، ايا زه څنګه کولی شم چې د چينی ژبې د زده کړې مواد ترلاسه کړم او د زده کړې نه وروسته څنګه کولی شم چې د چينی ژبې د سويې په ازموينه کې ګډون وکړم ؟
دريم ، تاسو چې دا پروګرامونه خپروی ستاسو موخه يا هدف څه شی دی ؟
څلورم ، وروه ته کولی شی چې ما ته د چينی ژبې د زده کړې مواد او اړوند توکی راواستوی ؟
ګرانه نثار احمد احمدی وروه ! ستا ليک څخه ډيره مننه . مونږ ډير خوشحاله يو
ته اوس په جدی توګه زمونږ پروګرامونه اوری او تری چينی ژبه زده کوی .
اوس زمونږ په پروګرامونو کې په اوونۍ کې يوازی يو ځل د چينی ژبې په اړه خپرونې لرو . نو په دغه خپرونه کې يوازی لږڅه اسانې چينی کلمې يا جملې خپريږی . خو دغه کلمې يا جملې په چين کې ډير کارول کيږی . زه هيله لرم چې تاسو نه يوازی دغه کلمې يا جملې واورئ بلکې کله ناکله يی ځان سره هم تمرين کړئ . مونږ به په مداومه توګه تاسو ته پښتو هنداره درواستوو ځکه په هره ګڼه کې د چينی ژبې په اړه يوه ځانګړې برخه لری .
خو تراوسه زمونږ د راډيو په کچه اړونده ازموينه نه ده پيل شوې . کله چې څوک غواړی په رسمی توګه چينی ژبه زده کړی نو په چين کې اړوند ځانګړی پوهنتون يا پوهنځی هم شته دی .
ګرانو دوستانو ! د پاکستان يو اوريدنکی سيدوارث حنيفی په خپل ليک کې ويلی چې دی غواړی د بيجينګ د امپراتورۍ ماڼۍ په اړه لازيات معلومات ترلاسه کړي . نو دلته مونږ لږڅه معلومات ورته وړاندی کړم .
د بيجينګ امپراطوري ماڼۍ د چين د امپراطوري ساختمان ښکارندوي ده ، امپراطوري ماڼۍ ته ممنوعه ښار هم ويل کيږي چه د چين د مين او چينګ دوو امپراطوري سلسلو ماڼۍ وې او په وار سره څليرويشت امپراطورانو پکي ژوند کړی وو . امپراطوري ماڼۍ اوه لکه شل زره مربع متره مساحت لري او له نهو زرو ماڼيو او کوټو څخه عبارت دي . د امپراطوري ماڼۍ په شاوخوا کي د څو مترو په جګوالي سره ديوالونه دي چه عمومي اوږدوالي يي درې زره څلور سوه متره دي او له ديوالونو څخه بهر يی خندقونه ښکل شوي دي . امپراطوري ماڼۍ د لوي مساحت ، ځانګړي ساختماني سبک او په ماڼيو کي د ايښودل شويو ښکلي سامانونو له نظره د نړۍ د نورو هيوادونو له شاهي
ودانيو څخه غوره او دا شان ودانۍ لږی ليدل کيږي .
امپراطوري ماڼۍ په دوو برخو ويشل کيږي چه مخکيني برخه يي د لويو مراسمو د پرځاي کيدو او د امر د صادرولو ځاي و چه عمده ودانۍ يي د تاي هه ،جونګ هه او باو هه ماڼۍ دي ، د امپراطوري ماڼۍ شاتنۍ برخې ته کورني ماڼۍ ويل کيږي چه د امپراطور او دده د کورنيو غړو د اوسيدو ځاي او د امپراطور دفتر و چه عمده ودانۍ يي د چيان چين او کون چين ماڼۍ او امپراطوري باغ دي چه پکي بڼونه ، د مطالعې کوټې ، طاقونه او انګړونه ليدل کيږي