<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-22 20:12:53    
بيلژيک افغانستان ته څلويښت تنه نور سرتيری وليږل

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بيلژيک خبري رسنيو د سپتمبر د يوويشتمې نېټې د خبر له مخې، دغه هېواد په همدې ورځ افغانستان ته څلويښت تنه نور سرتيری وليږل چې په راتلونکی اکتوبر کې د کابل هوايی ډګر د قوماندې حق د لاسته راوړلو لپاره تياريانی نيسی.

د بلژيک پوځ به په افغانستان کې په راتلونکی اکتوبر کې د کابل هوايی ډګر د قوماندې حق تر لاسه کړي او په راتلونکو شپږو مياشتو کې به د دغه هوايی ډګر فضايی قوماندې او امنيت پر غاړه واخلي.

له دې مخکې په افغانستان کې د امنيت ساتنې په نړيوال ځواک کې د بيلژيک د سرتيريو شمېر دری سوه تنه وو چې زياتره يې په کابل کې ميشت دي او شل تنه نور د افغانستان په شمال کی د بيارغونې په کارونو کې له الماني پوځ سره مرسته کوي.