<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-24 15:48:45    
د چين د شينجيانګ د مغول قوم ځانګړی ولسی نڅا ---- شاغوردن

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! ٌ شاغوردن ٌ د چين د مغول قوم د هغو خلکو يو ډول ځانګړی ولسی نڅا ده چې د شينجيانګ په خپلواکه سيمه کی اوسيږي٠ په روان کال کی دغه ډول نڅا د شينجيانګ د نامادی کلتوری ميراثونوساتلود لومړی ډلې په ليست کې شامله شوې ده٠د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته دغه ولسی نڅا دروپيژنو ٠

د شينجيانګ د باينغولن د مغول قوم په خپلواکه لويه ولسوالۍ کی څه دپاسه پنځوس زره مغولی هېوادوال اوسيږی٠ د دوی اسلاف څه دپاسه دوه سوه ديرش کله مخکې اروپا د ولګا سيند له ناوی څخه دلته په کډه راغلي وو٠ ان شينجيانګ ته له راتللو مخکې د شاغوردن په نامه د دوی ځانګړی ولسی نڅا د مالدارانو په منځ کی نسل په نسل خپريدله ٠

د باينغولن د خپلواکې لويې ولسوالۍ د سندرو او نڅاوو ډلې رژيسورې ميرمن شوبوسای وويل :

په ١٩٨٥ کال کی کله چې زه د سندرو او نڅاوو د ډلې يوه هنرمنده وم، د باينغولن د خپلواکې لويې ولسوالۍ په عمومی هنری ننداره کې مې ګډون درلود او و مې ليدل چې يوې اويا کلنې انا يوه ځانګړی نڅا وکړه، زما سترګې د هغې ښکلی حرکتونو ته واوښتې او ډيره حيرانه شوم ٠ دا نڅا شاغوردن نوميږی او له هغه وخت څخه مې له دغې نڅا سره ژور احساسات پيدا کړي دي٠ٌ

ٌ شاغور ٌ د مغولی ژبې يوه کلمه ده او معنی يې د منډې وهلو په بهير کی د اس د سر د پورته کيدو او ټيټيدو بڼه ده ٠ ٌ دن ٌ د مغولی قوم د يو ډول ځانګړی موسيقی الې د غږيدو په بهير کی پورته کيدونکی غږ دی٠ نو ٌ شاغوردن ٌ د نڅا د حرکتونو او غږ د يو ځای کيدو يو ډول هنر ګڼل کيږی٠ دغه ډول نڅا عمومأ د باز او أسونو په شمول د ژويو د حرکتونو او د خلکو په ورځنی ژوند کی د ويښتانو د کوڅۍ اوبدلو او هندارې ته د کتنې تقليد کوی٠

( موسيقي ) ګرانو اوريدونکو، دا موسيقي چې تاسی واوريده، د وزو شاغوردن موزيک دی٠ د وزو شاغوردن د شاغوردن نڅاوو يوه بېلګه ده او د وزو د حرکتونو د تقليد کولو له لارې په څړځای کی د وزو د رمې أزاد ژوند ښئی چې دوی کله د غره په لمن کی منډه وهی او کله په چمن کی لوبې کوی٠ يو ښکاری وغوښتل چې ورباندی د ټوپک په وسيلې ډزې وکړی، خو د دوی د زړه ورتيا په ګواښ وتښتيده٠

د باينغولن د مغول قوم د خپلواکې لويې ولسوالۍ د سندرو او نڅاوو ډلې هنرمند ښاغلی اوژموجاپ په ١٩٩٢ کال کی له هنری ښوونځي څخه له فارغيدو راهيسی په دغه ډله کې قومی نڅاوې کوی او د مغولی قوم د يو هنرمند په توګه د خپل قوم له نڅاوو سره ژور احساسات لری ٠ ده وويل :

  بېلا بېل قومونه ځانګړی کلتور او هنر لری، د مغول قوم زيات خلک په څړځايونو او چمنونو کی ژوند کوی او نڅاوې يې هم عمومأ د مالدارانو ژوند منعکسوی، کله چې دوی قومی موسيقې واوری، نو داسی احساس کوی چې په چمنونو کی دی٠ پراخ څړځايونه، زياتې رمې او د مغولی مالداران کار او ژوند له نڅاوو څخه ډير ښه څرګنديدای شی٠ ٌ

د شينجيانګ د باينغولن د مغولی قوم د خپلواکې لويې ولسوالۍ د سندرو او نڅاوو ډلې چې ښاغلی اوژموجاپ پکې کارکوی، د شاغوردن په نامه د ولسی نڅا پر بنسټ د شاغوردن سيستماتيکې نڅاوې طرح کړې چې له هغو څخه د

شينجيانګ د مغولی قوم ځانګړيتوب څرګند شوی دی٠ مثلأ د ښځو ډله ايزه نڅا ٌ د نجونو شاغوردن ٌ د مغولی قوم د نجونو او پيغلو ښکلا او تاوده احساسات ښودلی چې دغې نڅا په څو سياليو کی جايزې ترلاسه کړي دي٠

( د نجونو شاغوردن موزيک ) له څو کلونو راهيسی د باينغولن د خپلواکې لويې ولسوالۍ د سندرو او نڅاوو ډلې د ولسی شاغوردن نڅا زيات مدراک او نمونوی حرکتونه راټول او تنظيم کړی او د بيا اختراع له لاری يې ٌ د نجونو شاغوردن ٌ ، ٌ د وزو شاغوردن ٌ او ٌ د بازانو شاغوردن ٌ په شمول څه دپاسه لس لړيزې نڅاوې ښودلې او په چين کې يې د نڅاوو په څو ملی مسابقو کې جايزې ترلاسه کړې دي٠ د دی ډلې مشر ګانجاپو وويل :

زمونږ ډلې په ١٩٨٣ کې د مغولی قوم د ولسی نڅا ٌ شاغوردن ٌ په راټولولو او تنظيمولو او په ١٩٩٩ کال کې يې د دغه ډول نڅاوو په نندارې پيل وکړ٠ تر اوسه پوری د شاغوردن په نامه يوولس لړيزې نڅاوې لری٠ د شاغوردن نڅا د قومی او ولسی هنر او د باينغولن د مغولی قوم د خپلواکې لويې ولسوالۍ د يو نامادی کلتوری ميراث په توګه بايد په ښه شان سره وساتل شی او پرمختګ ومومی ترڅو لا زيات خلک دغه هنر وپيژنی او ترې خوند واخلی٠ ٌ

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د شاغوردن په نامه د نڅا هنر په هکله يو راپور واوريد٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې شاغوردن د چين د شينجيانګ د کوم قوم ځانګړی نڅا ده ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړی، ستاسی د برياليتوب په هيله !