د سين هوا اژانس د خبر له مخې، څو ورځې مخکې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو هنرمندان د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې راغونډ شوي او هانګ جو ته د ننوتلو په نامه به د نقاشۍ د نړيوال تګ راتګ په فعاليت کې ګډون وکړي.
دغه هنرمندان به د دغه فعاليت په ترڅ کې د شی هو او هانګ جو لپاره غوړين او ملی انځورونه وکاږي. بر سيره پر دې، د روانې مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه به د جونګ چيو اختر د کورنيو او بهرنيو هنرمندانو يوه غونډه هم تر سره شي.