<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-24 19:15:26    
د چين په شان دونګ ولايت کې دايروی اقتصاد پرمختګ کړی دی

cri

د چين په ختيځ کې د شان دونګ ولايت يو لوی ولايت دی چې اقتصادی پرمختګ يې چټک شوی او نفوس يې زيات دی، خو له اوږدې مودې راهيسی يې له دی امله چې په اقتصادی جوړښت کې يې صنايعو ته ارزښت ور کړی و،د انرژۍ لګښت اندازه يې هم زياته شوې ده. په وروستيو کلونو کې دغه ولايت د دايروی اقتصاد په پرمختګ کې د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو د خپراوی کمولو په اړه نوې لارې چارې موندلې چې ښې اقتصادی او ټولنيزې ګټې يې ترې تر لاسه کړې دي.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغه ولايت د دايروی اقتصاد د پرمختګ په باب معلومات وړاندی کړو.

د شان دونګ ولايت د جی نان د فولادو ډلې عمومی شرکت چې په ١٩٥٨ کال کې جوړ شوی او کلنی توليدی اندازه يې له لس مليون ټنو څخه زياته ده، د دغه ولايت يوه لويه تصدۍ ده. پخوا د دغه شرکت د فولادو له ويلی کولو څخه رامنځته شوې ککړتيا د حکومت او تصدۍ د اندېښنې وړ مسئله وه. خواوس د ککړتيا دغه مسئله په ښه توګه حل شوې ده.

د دغه شرکت د انرژۍ ادارې او کنترول د مرکز مسئول شيو تاو وويل دوی اوس يو داسی ځانګړی سيستم ډيزاين کړی چې له لاری يې د فولادو د ويلی کولو په ترڅ کې د رامنځته شويو ککړو ګازونو په کارولو سره بريښناتوليدوي چې دغه سيستم په نړۍ کې د دايروی اقتصاد لپاره لومړی سيستم دی. پخوا به د فولادو د ويلی کولو په ترڅ کې ککړ شوی ګازونه خپرېدل چې له امله به يې نه يوازی زياته انرژۍ لګېدله بلکی چاپيريال ته به يې هم ککړتيا رسوله. خو اوس د دغه سيستم له کارولو وروسته هر کال زياتې اقتصادی او ټولنيزې ګټې تر لاسه کوو.

د معلوماتو له مخې د دغه غوره سيستم په کارولو سره توليد شوی بريښنا اته کيلوواټو ته رسيږي چې ٦٠ سلنه يې د تصديو اړتياوې پوره کوي. په همدی وخت کې د تېرو کلونو په پرتله د دغه شرکت د فولادو کلنۍ توليدی اندازه ٥ اعشاريه ٦ ځله زياته شوې چې دوه مليارډ او دوه سوه مليون يوانه پانګه يې ترې تر لاسه کړې ده.

د دايروی اقتصادی د پرمختګ له امله نه يوازی دغه شان تصدۍ له ککړ چاپيريال څخه وتلې بلکې د نويو تصديو لپاره هم پرمختيايی فرصت برابر شوی دی. د شان دونګ ولايت د دوند ډول موټرونو ډله په چين کې د دغو موټرونو يوه مهمه توليدی اډه ده. په ١٩٩٨ کال کې دغې ډلې د فو چيانګ دونګ لی په نامه يو ځانګړی شرکت جوړ کړ چې د زړو جنريترونو د بيرته اخيستلو له لاری نوی جنريترونه توليد کړی چې لګښت يې کم شوی دی.

د فو چيانګ دونګ لی شرکت عمومی مدير چای دونګ وويل  تر اوسه پوری زمونږ شرکت په هېواد کې شپږ سوه خدمتی مرکزونه او د توليداتو پلورنې شپږ سوه سيستمونه جوړ کړي چې له دی لاری مو زاړه جنريترونه بيرته اخيستی دي.

له څو کلونو پرمختګ وروسته هر کال د دغه شرکت د زړو جنريترونو په کارولو سره د نويو توليد شويو جنريترونو د پلورنې اندازه له اووه زرو څخه زياتيږي. په همدی وخت کې د دغه ولايت حکومت هم د ديراوی اقتصاد د پرمختګ لپاره څو تدبيرونه نيولي دي. د دغه ولايت د بهرنۍ سوداګرۍ ادارې مرستيال ګوو سو يوو

وويل له نن څخه به د شان دونګ ولايت د سرچينو عمومی کارونه پياوړی کړي. ده زياته کړه زمونږ ولايت به د سرچينو دعمومی کارونې او نوې واليلپاره هڅه وکړي او په پوره توګه د ککړو ګازونو او اوبو په کارولو سره د اقتصادی پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.

د دايروی اقتصاد پر پرمختګ سربيره دغه ولايت د باد او لمر انرژۍ د کارولو لپاره هم کوشش کوي. له څو کلونو کوششونو وروسته د دغه ولايت د وي های،يان تاي او چين داو په شمول ١٧ ښارونو د چين د چاپيريال ساتنې په اړه د نمونوی ښارونو جايزې تر لاسه کړې دي.د دايروی اقتصاد د پرمختګ او د انرژۍ سپمولو او ککړو ګازونو د خپراوی کمولو له امله اوس د دغه ولايت چاپيريال ښه شوی دی.