<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-24 18:00:12    
د تاريخی زنګونو موزيم

cri

د بيجينګ د دا جونګ سی معبد چې په چيني ژبه دا جونګ د لوی زنګ مانا لری، د چينګ امپراتوری لړۍ د يونګ جنګ په دوره کې يعنی په ١٧٣٣ کال کې جوړ شو. په دغه معبد کې د يو لوی زنګ د شتون له امله ددغه معبد نوم وټاکل شو.

دغه معبد پخوا د چينګ په دوره کې د اورښت د دعا کولو ځای و او د زنګ ودانۍ يو ځانګړی ساختماني سبک لری چې په يوه غټ ډبرين بنسټ باندي ولاړه ده او د يون له نومی لوی زنګ ځواړند دی چې په ١٤ مه پيړۍ کې د مينګ امپراتور جو لي له امر سره سم قالب شو چې تر اوسه پوري پنځه سوه او شپيته کاله تاريخ لری . د دغه زنګ لوړوالی پنځه اعشاريه پنځه مترو، پنډوالی يې دری اعشاريه دری مترو، وزن يې شاو خوا ٩٢ کيلوګرامو ته رسېږي چې په چين يا نړۍ کې د لومړی لوي زنګ په نامه ګڼل کېږي. دغه زنګ پنځه ځانګتياوې لری: لومړی دا چې په نړۍ کې د نورو زنګونو په پرتله د جوړولو وخت اوږد دی، دوهم دا چې د زنګ په دننه او بهر باندي د دوه لکه او ديرش زره چيني خطونو په شمول بوډائی عبارتونه قالب شوي وو. درېم دا چې د زنګ أواز ډير خوږ او ښکلی دی او د أواز موسيقۍ له پلوه هم په نړۍ کې لومړي مقام نيسی ، څلورم دا چې د زنګ مکانيک جوړښت هم ځانګړی دي.، پنځم دا چې د زنګ قالب تکنولوژی لوړ پوړی ده . خلک وايي چې د دغه زنګ أواز په پنځه سوه کيلومترۍ کې اوريدل کيږي.

اوس دا جونګ سي معبد د چين د لرغونو زنګونو په موزيم بدل شو او له درېيو سوو څخه زيات غټ يا وړوکي زنګونه پکې ايښودل شويدي .

چينايانو څلور زره کاله مخکې د زنګ قالب او کارونې تکنولوژی اختراع کړه او په لرغونی زمانه کې زنګ ډير مهم سامان و چې د ساعت ، موسيقۍ او مذهب رول يي درلود او په امپراطوري ماڼيو ، معبدونو او ټولنيزو ډلو کې يي استعماليده.

د موسيقۍ زنګ د غږولو لپاره وو چې ډولونه يي زيات وو او زياتره يي د برنج لخوا جوړيده. د ساعت زنګ په پخوا زمانه کې د ښار په مرکز کې ځواړند و او د تاريخي سند له مخې داسي زنګ د ميلاد نه دوه سوه کاله مخکې په چين کې وکارول شو. دغه راز په مذهبي مراسمو کې زنګ هم استعماليده ، نو د چين په هر معبد کې زنګ ليدل کيږي .

د زنګونو ډولونو پر پيژندلو برسيره نندارچيان هم د زنګ جوړولو له تکنولوژۍ او ښکلا څخه خوند اخلي ځکه چې د چين د لرغوني زنګونو له کيفيت او رنځونو څخه د هغې زمانې د قالب تکنولوژۍ ، اقتصادي پرمختګ کچه او د مذهبي کلتور تمايلات څرګنديږي .

د دا جونګ سي موزيم په يو ځانګړي ځاي کې څه باندي لس غوره زنګونه ولاړ دي چې د چين د مين او چينګ په دوو امپراطوري دورو کې جوړ شوي دي . د بېلګې په توګه داسې يو زنګ تر سترګو کيږې چې په ١٧ پيړۍ کې جوړ او دوه ويشت الوتونکي ښاماران ورباندی قالب شوي دي .