<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-24 20:36:50    
د بېجينګ د معيوبينو د اولمپيک لوبو په ازمويښتی سيالی کې بشري پاملرنه ليدل کېږي

cri

د سپتمبر له ديارلسمې نېټې څخه تر شپاړسمې نېټې پوری د ٢٠٠٧ د نيکمرغه برجينګ په نامه د ازمويښتو سياليو په لړ کې د ٢٠٠٧کال د ړندو کسانو د هدف توپ سيالۍ د بېجينګ د تکنولوژۍ پوهنتون په هغه نوی سپورتي سټيديوم کې تر سره شوې چې په تېر اګست کې تازه بشپړ شوی دی. د بېجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو او د معيوبينو د لوبو په موده کې د واليبال سيالی او د ړندو کسانو د هدف توپ سيالی به په دغه سټيديوم کې تر سره شي. په بريالی توګه د دغې ازمويښتی سيالی د تر سره کولو او معيوبو لوبغاړو او نندارچيانو ته د ښو خدمتونو برابرولو لپاره، تشکيلاتی ارګان او د بېجينګ د تکنولوژۍ پوهنتون د سپورتي سټيديوم ادارې ډلې ډېر کوششونه کړي دي.

د سيالۍ په لومړی ورځ کله چې خبريال دغه سټيديوم ته ورسيد، سمدلاسه يې د امنيتی څارنې په ځای کې د بی خنډونو طرحې نظريه احساس کړه. تشکيلاتي ارګان په ځانګړی توګه د بی خنډونو لار ټاکلی او د معيوبيو دوستانو لپاره يې انساني څارنه تر سره کړی.

په سټيديوم کې د دننه کېدو په لار کې ډېر ګامونه د معيوبينو لپاره په هواره لار بدل شوي او کله کله د ړوند لغتونه هم ليدل کيږی. د دغه سټيديوم د ادارې ډلې مشر وانګ جانګ هه وويل په هره سيمه کې چې لوبغاړې تېرېږي، زېږې لارې موجودې

دي او په دغو سيمو کې په چينی او انګليسي ژبو ليکل شويو نښو سربيره، د ړندو لپاره انګليسي ژبی نښې هم ليدل کيږی.

له دغو نښو پرته د دغی سيالی ټول داوطلبان بايد پر خپلو مړوندونو باندی يو شان ځانګړی بند وتړي چې پخپله رڼا رامنځته کوی. په دې توګه د کمزوري ليد لرونکی ړانده کسان په اسانه توګه داوطلبان پيدا کولای شي او ترې مرستی غوښتلای شي.

په دغه سټيديوم کې د بی جنسي تشناب طرح د يادونې وړ دی. بی جنسي تشناب دغه شان تشنابونه دی چې نارينه او ښځې په ګډه ګټه تری اخيستلای شي او پکې د ليدلو بنديز تاسيسات شته. د دغه تشناب په اړه ښاغلي وانګ چانګ هه وويل يو شمېر معيوبين پخپله تشناب نه شي تللی او د نورو کسانو ملګرتيا ته اړتيا لري. خو له ده سره ملګری ښايی نارينه او يا هم ښځينه وي، نو بايد دغه شان تشناب ته اړتيا ولري.

په بريالی توګه يوه سيالی تر سره کول نه يوازی ښو تاسيساتو ته اړتيا لري، بلکی د داوطلبانو شوق مينه او ملاتړ يې هم يو اړين شرط دی. معيوب کسان يوه ځانګړی ډله ده، نو د دوی لپاره خدمتونه بايد نور هم جدی او ريښتنی وي.

د ياد شوی سټيديوم د رغونې کار د روان کال د اپريل په پای کې پيل شوی. له سلو ورځو وروسته يې د بی خنډونو تاسيساتو رغونه بشپړه شوې او د بېلا بېلو خواوو لخوا وستايل شو. ښاغلي وانګ چانګ هه وويل له دغی ازمويښتی سيالۍ وروسته به د دوی کارونو ارزونه وشي. په راتلونکی کی به دوی د ارزونې له غوښتنو سره سم خپل کارونه نور هم بشپړ کړي.