د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د چينی سوداګرانو ټولنې د سپتمبر په څليرويشتمه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه کابل کې د خپل جوړښت او پيل مراسم تر سره کړل. دا د دغه هېواد په تاريخ کې هلته د چينی سوداګرانو لومړی سازمان دی.
اوس دغه ټولنه نژدی څلور سوه تنه غړي لري. د دغې ټولنې مشر وانګ ون جی وويل د دغې ټولنې د جوړېدو موخه په دغه هېواد کې د چينی سوداګرانو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا او د افغانستان له اړوندو خواوو سره د چينی سوداګرانو د همغږي او همکارۍ پرمخبيول دي.
د ٢٠٠١ کال په پای کې په افغانستان کې د جګړې له پای راهيسی، د چين حکومت د دغه هېواد د بيا رغونې کلک ملاتړ کوي او زيات شمېر چينی سوداګران دغه هېواد ته ننوځي. اوس په دغه هېواد کې نژدی زر تنه چينی سوداګران د سوداګرۍ چارې تر سره کوي.