<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-25 16:35:02    
د م م د چاپيريال د ساتنې پروګرام د چاپيريال ساتنې په اړه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې د تدبيرونو ستاينه وکړه.

cri

د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې د پروژې او چاپيريال څانګې مرستيال يو جياو شيوان د سپتمبر په اوولسمه نېټه خبريالانو ته وويل: له دې امله چې د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو انتظامی کميټه د دغو لوبو په تشکلاتی کارونو کې د اوزون ساحې ساتلو ته ډېره پاملرنه کړي، نو د م م د چاپيريال ساتنې پروګرام ورته د مونتريال د تړون د عام نظر جايزه ورکړه.

ښاغلي يو شياو شيوان چې د دغه تړون د لاسليکولو د شلمې کاليزې د لمانځنی په فعاليت او د دغه تړون د غړيو په نولسمه غونډه کې ګډون کړی دی وويل: د هند د هوايی شرکت او د امريکا دچاپيريال ساتنې ادارې په ګډون د اوزون ساحی د ساتلو لپاره لس غوره سازمانونو او وګړيو هم دغه جايزه تر لاسه کړه. د ده په اند، دغه جايزه د چاپيريال د ساتنې په ساحه کې د چين د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټې ته د نړيوالې ټولنې لخوا ستاينه څرګندوي.

ښاغلي يو څرګنده کړه: دغه انتظامی کميټه به د اولمپيک د منشور د روحيې سره سم، د اولمپيک لوبو د تر سره کولو په بهير کې چاپيريال ته زيانونه ونه رسوي او عامو وګړو ته د چاپيريال ساتلو په اړه د نظرونو د خپرولو لپاره کوښښ وکړي.

د ښاغلي يو په وينا، د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټې د دغو لوبو

په غوښتنليک کې ژمنه وکړه چې بېجينګ به له ټاکلی وخت څخه مخکې په شپږو

کلونو کې له هغو شيانو څخه استفاده ونه کړي چې اوزون ساحی ته زيانونه رسولای شي. د خوښۍ ځای دی چې دغې کميټې په ٢٠٠٤ کال کې دغه ژمنه تر سره کړې ده . دغې کميټې د پروژو د جوړولو، د خلکو د اوسيدلو، ځوراکونو، لګښتونو او ترانسپورت په ساحو کې د چاپيريال د ساتنې په اړه جدی تګلارې جوړکړې چې په هراړخيزو ساحو کې يې د اوزون ساحی د ساتلو لپاره کوښښ کړی دی. بر سېره پردې، د دغې کميټې له جوړولو راهيسی، د چاپيريال د ساتلو په اړه د درويشتو ډولونو بېلا بېل تبليغاتی شيان جوړ کړې دي. د دې ترڅنګ د اوزون ساحی د ساتلو په اړه معلومات هم د چين د منځنيو ښوونځيو د زده کوونکو په کتابونو کې شامل شوی دی.

د معلوماتو له مخې: د ١٩٨٧ کال د سپتمبر په شپاړلسمه نېټه څليرويشتو هېوادونو اوزون ساحی ته د زيانونو رسولو شيانو د له منځه وړلو په اړه د مونتريال تړون لاسليک کړ. تر اوسه يو سل او يو نوی هېوادونو په دغه تړون کې ګډون کړی دی. په تېرو شلو کلونو کې د دغه تړون د بېلا بېلو غړو د ګډو کښښونو له لارې، په نړۍ کې د هغو شيانو په سلو کې پنځه نوی برخه کمه شوې ده چې د اوزون ساحې ته زيانونه رسوي. دغه تړون په نړۍ کې له ډېرو برياليو تړونونو څخه يو ګڼل کېږي چې د اوزون په ساتلو کې ډېر مهم رول لوبوی.