<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-25 19:31:22    
چين په سپورتي لوبو کې د تحريکوونکو درملونو ضد مبارزه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړی دي

cri

ټولو ته معلومه ده چې تحريکوونکی درمل په نړيوالو سپورتي لوبو کې يوه لويه ستونزه ده. د بېجينګ د اولمپيک لوبو په رارسېدو سره د تحريکوونکو درملونو پر ضد د چين کارونه هم د پاملرنې وړ دي او چين اوس په دې برخه کې په لويو برياليتوبونو دغو پوښتنو ته ځواب ور کړی دی.

د تېرې پيړۍ له اتيايمې لسيزې راهيسی، چين د تحريکوونکو درملونو ګواښ پېژندلی او په ټينګه يې د دغو درملونو پر ضد مبارزه کړی ده. د چين د سپورت د عمومي ادارې د روزنې څانګې مشر جيانګ جه شوی څو ورځې مخکې د تحريکوونکو درملونو پر ضد د چين د مبارزې په اړه وويل

چين په ١٩٨٩ کال کې د تحريکوونکو درملونو پر ضد د جدي مبارزې تګلاره ټاکلی او په ١٩٩٠ کال کې يې له نړيوالو معيارونو سره سم د تحريکوونکو درملونو د څارنې مرکز جوړ کړی دی. په ١٩٩٥ کال کې د چين د سپورت قانون خپور شو چې د لومړۍ ځل لپاره د تحريکوونکو درملونو ضد مبارزه په دولتي قانون کې شامله شوه.

پر دې سربيره، چين په هغو لومړيو هېوادونو کې شامل دی چې د تحريکوونکو درملونو ضد نړيوال تړون يې لاسليک کړی دی. د ٢٠٠٠ کال د سيدني له اولمپيک لوبو مخکې چين اووه ويشت تنه داسی لوبغاړی لری کړی چې د درمل په څارنه کې يې خپل پاکوالی نه دی ثابت کړی

د دغه ګام له مخې، د چين ټينګ هوډ د اولمپيک د نړيوالې کمېټې د پخوانۍ مشر جون انتونيو سامرانچ لخوا وستايل شو. په ٢٠٠٦ کال کې د چين په سپورتي لوبو کې د تحريکوونکو درملونو د استعمال انډول په سلو کې صفر اعشاريه څلور و، خو په ګرده نړۍ کې دغه رقم په سلو کې يو اعشاريه اته نوی ته رسېدلی دی.

د روان کال د سپتمبر تر پايه به د چين د تحريکوونکو درملونو ضد مرکز بشپړ شي چې يو پياوړی توان لرونکی لابراتوار به وي. د تحريکوونکو درملونو ضد د نړيوالې اېجنسۍ مشر ريچارد پوند د چين د تحريکوونکو درملونو د څارنې توان ستاينه وکړه. هغه وويل

په بېجينګ کې ډېر ښه لابراتوار شته چې د بېلا بېلو ډولونو عصري تاسيسات پکې موجود دي. د لابراتوار مشر وتلی پوه دی چې په ښه توګه د څارنې او څېړنې کارونه تر سره کولای شي.

چين غواړی د ٢٠٠٨ کال اولمپيک لوبې د يو ډول پاکو لوبو په توګه تر سره کړي، نو د لوبغاړو د تحريکوونکو درملونو د مخنيوی کارونه يې نور هم پياوړي کړي دي. د اولمپيک د چيني کمېټې د تحريکوونکو درملونو ضد ادارې مشر جاو جيان وويل د دوی څارنه په عمده توګه په ګواښ لرونکو پروګرامونو او د وتليو لوبغاړو تر منځ تر سره کېږي. تېر کال دوی نهه زره او څلور سوه ځله څارنه کړی ده. د ليو شيانګ په شان لوبغاړی بايد هر کال څه دپاسه لس ځله څارنه ومني.

له دې پرته چين د تحريکوونکو درملونو پر ضد له نړيوالې مبارزې سره ګډ پرمختګ ګټلو لپاره هم کوششونه کوي. نړيواله اېجنسۍ به په راتلونکی نومبر

کې د تحريکوونکو درملونو پر ضد تړون رغونه تر سره کړي چې ښايي په سياليو کې د هغو لوبغاړو د بنديز وخت له دوه کاله څخه څلور کاله ته زيات شي چې د لومړۍ ځل لپاره تحريکوونکی درمل کاروي. ښاغلي جاو جيان له دغه وړانديز سره موافقه وکړه. خو هغه هم وويل څرګنده ده چې روزنه د تحريکوونکو درملونو د مخنيوي بنسټيزه لار ده او دا د دوی د کوششونو خوا ده. هغه وويل

د تحريکوونکو درملونو پر ضد مبارزه کې چين ډېر زيات کوششونه کړی نو په وروستيو کلونو کې د نړيوالو سياليو په دغه برخه کې هېڅ مسئله نه ده رامنځته شوې. څارنه يوه مهمه لار ده خو يوه بشپړه لار نه ده. د لوبډلې اداره او د لوبغاړو د روزنې پياوړتيا او د دوی د اخلاقو جوړونه د تحريکوونکو درملونو د مسئلې د حل و فصل لپاره بنسټيزه لار ده. چين په دغه برخه کې هم برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

چينايان د اولمپيک يو ډول پاکو لوبو ته سترګې په لار دي او د دغه هدف لپاره کوششونه کوي. ځکه دا د اولمپيک لوبو او دغه راز په نړۍ کې د سپورت مينه والو يوه ګډه هيله هم ده.