<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-25 21:01:46    
په چين کې د ايکولوژيکی توکيو په کارولو سره د بريښنا توليدولو لومړی فابريکه

cri

د شان دونګ ولايت د چين په ختيځ کې پروت دی . د دغه ولايت د شان ولسوالۍ په چين کې د پنبې توليد يوه مهمه اډه ده. د تېرکال په پای کې په دغه ولسوالۍ کې د ايکولوژيکی توکيو په کارولو سره د بريښنا توليدولو لومړی فابريکه جوړه شوه چی نوم يی د ګوو ننګ د شان ولسوالۍ د ايکولوژيکی توکيو د بريښنا توليدولو محدود شرکت دی.د دغه شرکت د جوړولو له امله نه يوازی سيمه ايز اقتصاد پرمختګ کړی بلکې انرژي سپمول شوې او چاپيريال يی هم ساتل شوی دی.

ايکولوژيکی انرژی په نړۍ کې له سکرو، نفتو او طبيعی ګازو وروسته د انرژۍ څلورمه ډول دی او دغې انرژۍ پرمختګ د چين د حکومت د انرژۍ ستراتيژۍ د دايمی پرمختګ يوه مهمه برخه ده.

د ٢٠٠٤ کال په سپتمبر کې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې په رسمی توګه د دغې فابريکی جوړولو پلان منظور کړ. د شان ولسوالۍ د کرنې ادارې د انرژۍ څانګې مشر جو تينګ اينګ وويل زموږ ولسوالی د کرنې او د لرګيو توليد يوه لويه ولسوالی ده. سيمه ايز بزګران په پراخه توګه د غنمو، پنبې او مځکنيو بادامو په شمول کرهنيز توکي کري چې دا د ايکولوژيکی توکيو په کارولو سره د بريښنا توليدولو لپاره غوره ډنډر او لرګي برابروي.

زمونږ په ولسوالۍ کې د بزګرانو شمېر ٩ لکه او اوويا زره تنو ته رسيدلی او عمومی نفوس يی ١١ سوه او ٧٠ زره دی ، د کرنيزو ځمکو مساحت يې يولک هکتاره دی او د پنبې کرلو مساحت يې شل هکتاره دی، نو ايکولوژيکی سرچينی يې بډإيې دې.

د دغې فابريکې له جوړولو وروسته د ډنډرو برابرولو لپاره په دغه ولسوالۍ کې د دغو توکيو اخيستلو اته مرکزونه جوړ شوي دي.

د سيمه ايزو بزګرانو د معلوماتو له مخې ددغې فابريکې له جوړولو مخکې به ډنډر يوازی په ځمکو کې پری ښودل کېدل.هېچا فکر نه کاوه چې د دغو توکيو په

کارولو سره خپل عايدات زياتولی شي.خو د دغې فابريکی له جوړولو وروسته د سيمه ايزو بډايو سرچينو په کارولو سره له غنمو او پنبې څخه د پاتي شويو ډنډو په کارولو سره بريښنا توليديږي چې له امله يې بزګران ترې زياتې ګټې تر لاسه کوي.د دغه شرکت يو مسئول ليو ګوانګ چيانګ وويل هر کال مونږ د دغو توکيو په اخيستلو سره د بزګرانو لپاره ٤٠ مليون يا پنځوس مليون يوانه ګټې رسوو.

د دغې فابريکې د جوړولو له امله د دغې ولسوالۍ شاوخوا چاپيريال په څرګنده توګه ښه شوی دی. د دغو ايکولوژيکو توکيو د کارونې له امله د ککړو ګازونو خپره شوې اندازه کمه شوې ده او د دغې ولسوالۍ چاپيريال پاک شوی دی.

د خبر له مخې د چين حکومت د نوی کيدونکی انرژۍ کارونې د هڅونې لپاره اړوندې تګلارې جوړې کړې چې د پيسو، تکنالوژۍ او ډيزاين په ساحو کې به يې د سيمه ايزو حکومتونو مالي ملاتړ وکړي. د کارپوهانو په أنداوس د چين نوی کيدونکې چارې چټک پرمختګ کوي.