<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-26 16:30:06    
په چين کې له بی وزلو زده کوونکيو سره د مرستی تګلاره پلی کېږي

cri
په سپتمبر مياشت کې د چين په بيلا بيلو لوړو ښوونځيو کې د زده کړی د پيل وخت رارسېږي. روان کال په چين کې پنځه مليونه او شپږ لکه نوي زده کوونکي په پوهنتونونو کې شامل شوي، خو د دوی تر منځ شاو خوا يو مليون زده کوونيکی د کورنيو د بی وزليتوب له امله د زده کړی لګښت له ستونزې سره مخامخ دی. په هغه وخت کې به چين د بی وزلو زده کوونکيو د زده کړی په چارو کې پانګونه تر لوړې اندازې پوری زياته کړي. نو له دې امله د بی وزلو زده کوونکي او د دوی پلرونه او ميندی د زده کړی د لګښت په اړه اندېښمن نه دی.

د چين د سی چوان ولايت د چوی ولسوالی په يو کوچنی کلي کې زده کوونکې شوی چن شي او د دې د کورنۍ غړي د يو سيلاب له امله د ژوند له لويو ستونزو سره مخامخ دی. په پوهنتون کې د زده کړی لګښت د دغه کور يوه مهمه مسئله ده. اوس په چين کې په لوړو ښوونځيو کې زده کړی اجباری نه ده او زده کوونکي بايد په خپل د زده کړی لګښت برابر کړي. نو د زده کړی زيات لګښت د بی وزليو کورنيو او په تيره بيا په کليو کې د ځينو بی وزليو کورنيو لپاره يو ډېره درنه دنده ده. اوس د شوی چن شي د زده کړی ستونزه حل شوې ده. د ملکی چارو ځايی څانګې او د پوهنې او ښوونې څانګې کارکوونکيو نه يوازې دوی ته د شپږ زره يوانو په ارزښت په زده کړی کې د مرستندويه پيسی ورکړی، بلکی دوی ته يې له زده کړی سره د مرستی د نوې تګلارې په هکله معلومات هم ورکړي دي. د سه چوان ولايت د چون ولسوالی د ښوونې او روزنې اداری مشر شيونګ چانګ هونګ وويل د چين حکومت په لوړو ښوونځيو کې له زده کوونکيو سره د مرستې لپاره زياتې نوي تګلارې پلی کوي. يوه

خوا غوره زده کوونکيو ته د جايزې پيسی برابرېږي چې هر کس په يو کال کې پنځه زره يوانه تر لاسه کولای شي، بله خوا له بی وزلو زده کوونکيو سره هم د مرستې پيسی برابرېږي. برسيره پر دې زده کوونکي په ښوونځيو کې د زده کړی په وخت کې مزدوري هم کولای شي او له بانکونو څخه د زده کړی کريدات تر لاسه کولای شي.

اوس په چين کې په لوړو ښوونځيو کې په ١٧ مليونه محصلينو کې په سلو کې د شلو برخو زده کوونکيو کورنی له اقتصادی ستونزو سره مخامخ دی، نو زيات شمېر زده کوونکيو د دغو ستونزو له امله له زده کړی لاس اخيستی دی. د دغې مسئلې د حلولو لپاره د روان کال په مني کې به د زده کړی د نوی مودی له پيل څخه چين له بی وزلو زده کوونکيو سره د مرستی پانګونه زياته کړي. د چين د ماليی وزارت د ښوونې، ساينس او کلتور چارو اداری مشر جاو لو وويل د زده کړې په نوې موده کې د چين مرکزی او ځايی خکومتونه د زده کړی په چارو کې ١٥ مليارډ او ٤٠٠ مليون يوانه پانګونه کوي چې د پخوا په پرتله ډېره زياته شوې ده. زموږ حکومت تر زياتې اندازې پوری د پانګونې چاری پياوړی کړی او پراخې کړی دی.

زده کوونکې شوی چن شي وويل زه له زده کړی سره د مرستې له تګلاری څخه ګټه تر لاسه کوم او د زده کړی د لګښت ستونزه مې اوس حل شوې ده. په پوهنتون کې به د زده کړی د جايزې پيسو لپاره کوشش وکړم.

د چين د ښوونې او روزنې وزارت د اړوندو چارواکيو په وينا اوس له بی وزلو زده کوونکيو سره د مرستی اندازه يو پيل دی. په راتلونکيو څو کلونو کې به حکومتونه په دې اړه پنځوس مليارډ يوانه پانګونه وکړي چې په هغه وخت کې به هر کال شاو خوا څلور مليونه محصلين له دغې تګلارې څخه ګټه واخلي.