
که تاسی په ارامه څوکۍ کينئ او د لېرې کنترول په اله تلويزيون ، کمپيوتر او نورو بريښنايي الات کنترول او وکاروئ ، دا ژوند أرام او هوسا نه دی ؟ دا په اصطلاح د ديجتال کورنی نوميږی او د راتلونکي ژوند استازيتوب کوي. په بله ژبه د کمپيوتر او تلويزيون په وسيله چې ډول ډول رولونه لوبوي ، د مخابراتي، راډيويي او تلويزيوني يا انترنيټ له لارې ديجتال کمره ، ګرځند تيلفون ، ايم پي درې، کورنی سيمنا، د کور بريښنايي الاتو او حتی د امنيت د څارونکي سيستم سره يوځاي کيږي څو چې استعمالونکی د ليرې کنترول په اله د کور ټول شيان کنترول کړي .
که د ديجتال کورنی خيال ترسره شی ، د ساعتيری لپاره به اسانتياوې برابرې شی . نن ورځ په چين کې د تلويزيون کارول دود او مروج شويدي ، نو په کور کې بريښنايي الې د تلويزيون له لارې کنتروليږي .خو دغه تلويزيون معمولي تلويزيون نه ، بلکې هغه تلويزيون دی چې د تصوير شفافيت او روڼ والي انډول يي ډير لوړ دی او د تصوير له شفافيت او روڼ والي نه پرته ډير پروګرامونه ليدل کيږي. ځکه چې معمولی تلويزيون د راډيويي او تلويزيوني شبکې له کيبلونو سره تړاو لری ، خو د لوړ شفاليت لرونکي تلويزيون د کلک زيرميز او د برودربند يعنی د پراخې کرښې د شبکې له لارې په مستقيم ډول په انترنيټ کې د پروګرامونو د انتخابولو توان لری. نو په دې توګه استعمالونکی د ليري کنترول په اله په انترنيټ کې ليدونکي پروګرامونه په خپل تلويزيون کې ليدای شی . د چين د تيان بو د پراخې کرښې شبکې د شرکت مشر يو پين وويل راډيويي او تلويزيوني سرچينې محدودې دي او يوازی شلګونه چينلونه لری ، خو انترنيټ پوله نه لری ، نو د غوراوي ساحې يي هم ډيرې
پراخې دي.
د ډول ډول پروګرامونو له ليدو او اوريدو نه پرته د ديجتال کورنی له لارې راز راز سپورتي لوبې هم ترسره کيداي شی . د بېلګې په توګه لوبغاړي د يوه ځانګړي راکت په نيولو سره چې اوتوماتيک ليزري کلي پکې نصب شوی ده ، د انترنيټ له لارې له هر چا سره د پينګ پانګ لوبی کولی شی سره له دې چې هغه ستاسې څخه څو زره کيلومتره فاصله لری .
د مخابراتو د يوه محدود شرکت يوې مشرې وانګ می لي وويل اوس دا کاروبار د هيواد دننه او بهر ډير تود دی چې پلار او مور په وړکتون کې
د خپل ماشوم او په کور کې د زړو کسانو د حالت څارنه کولی شی، دغه راز که څوک نورو ځايونو ته سفر وکړي ، کولی شی په ليري ځاي کې د خپل کور حالات وڅاري .
په چين کې د ديجتال کورنۍ تکنولوژی د تيرې پيړۍ په وروستيو کلونو کې تر څيړنې لاندی وه او تر اوسه هم په لومړی پړاو کې پاتې ده . د چين د معلوماتي چارو وزارت دوه کاله دمخه د شان ليان په نامه د معلوماتي تجهيزاتو له سرچينو څخه د ګډې ګټې اخيستنې معيار اعلان کړ چې په چين کې د معلوماتي او مخابراتي تجهيزاتو او د کور بريښنايي سامانونو د جوړولو صنعت لپاره لومړی معياري نظام ګڼل کيږي چې په چيني ژبه شان ليان نوميږي.
د شان ليان د معلوماتي تکنولوژۍ مرکز مشر ليو چين تاو زموږ خبريال ته وويل چې اوس په چين کې شل ډوله شان ليان توليدات په بازار کې پلورل کيږي . د بېلګې په توګه ګرځند تيلفون ، کمپيوتر، تلويزيون او داسې نور. د شان ليان نظام د جوړيدو په وخت کې يوازی پنځه تصديو پکې ګډون وکړ ، خو اوس څه باندی دوه
سوه تصدۍ او فابريکې ګډون پکې لری او اوس هره اونۍ يوه فابريکه منل کيږي .نن ورځ شان ليان په يوه بشپړ صنعتي کړۍ بدله شوی او دوه سوه ابتکارونه پکې کارول شوي دي چې د انحصار حق لری. ښاغلي ليو وويل وروسته به پر هغو کمپيوترونو ، تلويزيونونو ، اوډيو، ګرځنده تيلفونونو او نورو مخابراتي شيانو باندی چې د شان ليان له معيار سره برابر وی ، د شان ليان په نامه يوه واحده نښه ولګول شی . که څوک دا ډول نښه لرونکي توليدات واخلی ، په کور کې د دغو توليداتو د يو ځاي کارولو شونتيا لری يعنی په کور کې له ديجتال تکنولوژۍ څخه ګټه اخيستلای شی. خو د يادونې وړ خبره دا ده چې په کور کې له ديجتال تکنولوژۍ څخه رښتينی ګټه اخستنه له زياتو مشکلاتو سره مخامخ ده لومړی دا چې اخيستونکی د دغو توليداتو د نصبولو توان نه لری، دوهم دا چې له نصبولو وروسته د کارولو په بهير کې هم ستونزې موجودي دي .خو باور دی چې په راتلونکي وخت کې به ديجتال تکنولوژی هرکور ته ننوزي.