<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-26 19:20:47    
د وو سي ښار د کوچني مجسمې لاسي صنعتګر ښاغلي جيانګ دونګ شنګ

cri

د وو سي ښار د چين په ختيځه سيمه کې پروت دي چې نه يوازي طبيعي منظره يې ډيره ښکلي ده ، بلکې د کوچنۍ مجسمو جوړولو لاسي صنعت يي هم ډير مشهور دي چې پکې د انسان کوچنيو مجسمو د جوړيدو مهارت ډير ځواکمن دي ٠ دغه ډول مجسمې په دي ډول جوړيږي چې د د ځايي ځانګړو خاورو په وسيلې د انسان ، حيوان او بل بېلا بېلو شيانو مجسمې جوړوي ، بيا يي تر لمر لاندې وچي کړي او په پاي کې يي په ښکلې ډول رنګوي ٠ په وو سي ښار کې د کوچنيو مجسمو لاسي مهارت څه د پاسه پنځه سوه کلن تاريخ لري او توليدات يي د وطنوالو او بهرنيانو زياته مينه راجلبه کړې ده ٠ د چين د چټک پرمختګ په بهير کې اوس دغه لاسي مهارت هم په پرله پسي ډول پرمختګ کړي دي چې ښاغلي جيانګ تونګ شنګ پکې مهم رول لوبولي دي ٠ ښاغلي جيانګ د دغه مهارت د يادولو په وخت کې وويل چې په حقيقت کې د وو سي ښار د مجسمې په هنري ساحه کې يوازي په سلو کې دري برخه پرمختګ کړي دي ، خو يو ډول مجسمه په لس ګونو بڼو جوړيداي شي٠ زه بايد په دي هکله ډير کوشش وکړم ٠

ښاغلي جيانګ پخوا د وو سي ښار د سيمينټ توليدونکي فابريکې يو کارکونکي و ، په ١٩٩٩ کال کې دغه فابريکه و تړل شوه چې له امله يي ښاغلي جيان بي کاره شو٠ په هغه وخت کې څه د پاسه شل کلن ښاغلي جيان د ژوند له پاره له خپل ماما څخه د کوچنۍ مجسمو د جوړولو مهارت په زده کولو پيل وکړ ٠

له دي امله چې ښاغلي جيانګ له کوچنيتوب څخه له رنګولو سره مينه درلوده ، له بلې خوا دده ميرمن په هغه وخت کې د دغه ښار د مجسمې د توليدونکي فابريکې يوه نقاشه وه ، نو لږ وخت وروسته د دوي د مجسمې توليداتو دوکان جوړ شو او خپل کار او بار يي هم پيل کړ ٠ د کوششونو له لارې په دکان کې د ښاغلي جيان په خپل لاس جوړي شوي مجسمې د ډيرو مشتريانو زياته مينه وراجلبوي او مجسمو ډير ښه بازار موندلي دي ٠

تر اوسه پوري د ښاغلي جيان کار او بار د اتو کلونو له پاره په ښه توګه روان دي ٠ د مجسمو توليداتو يي نه يوازي د ننه په هيواد کې بلکې په بهر کې هم شهرت موندلي دي ٠ د بېلګې په توګه يوې جاپاني سيلانې د ښاغلي جيانګ له مجسمې سره زيانه مينه لري او هرکال د دغه مهارت د زده کولو له پاره د ښاعلي جيانګ دکان ته راځي او خپل توليدات ښاغلي جيانګ ته ښيي ٠ ښاغلي جيانګ وويل چې هغې ډير کوشش کوي ، زه هم ډيره خوشحاله يم چې دغه زده کوونکي منم ٠ د خپلې چارو د پرمختګ په بهير کې د ښاغلي جيانګ زړه ډير ارام وي ٠ د هغه په أند بايد د خپل مهارت په وسيلې د ټولنې له پاره خدمتونه وکړم ٠ د يادونې خبره دا ده چې په ١٩٨٠ کال کې په فابريکه کې د کار په وخت کې د ښاغلي جيانګ کيڼ لاس سخت ټپي شو او د شانګهاي روغتون ته وليږدول شو ٠ په روغتون کې ډاکتر ګو د ښاغلي جيانګ له پاره د جراحۍ بريالي عمليات وکړل چي له امله يي لاس روغ جوړ او د ګوتو توان يي بيا حاصب کړي دي ٠ تر اوسه پوري يي په زړه کې له دغه ډاکتر څخه د ژورې مننې احساس لا هم ټينګ ساتل شوي دي ٠

ښاغلي جيان وويل چې زما کار د زياتو پيسو د ګټلو له پاره نه دي ، که يوازي خلک زما له توليداتو سره مينه لري زه به خوشحاله يم ٠ زما دغه چارې د يو ډول کلتور خپرول دي او د ټولنې له پاره يوه شتمني هم ګڼل کيږي ٠

په ٢٠٠٨ کال کې به د اولمپيک سپورتي لوبې په بيجينک کې تر سره شي او دغه کال د چين د کليز له مخې د مږې په نامه له کال سره برابر وي ٠ ښاغلي جيانګ چمتو دي چې د اولمپيک په سپورتي لوبه کې د مږو د ګډون په خيال ډله ايزې مجسمې جوړ ي کړي چې پکې مږې د باسکتبال لوبه کوي ، د فوټبال لوبه کوي ، د چين د وو شو او تاي جي په نامه د مږې نمايش په بڼه مجسمې شامل وي ٠ هغه وويل چې که څه هم د انسان په ژوند کې مږې يو ډول نا خوښ حيوان دي ، خو د چيني کليز د دوو لسو ژويو له نومونو څخه مږ ې د شتمنۍ او نيکمرغۍ نښه ګڼل کيږي ٠ نو بايد خپلې دغه ډله ايزې مجسمې جوړې کړم چي د يو ځانګي خدمت په توګه د بيجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو ته وړاندي شي٠