<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-27 18:49:05    
لسوتو

cri

لسوتو د واتيکان په شان داسی يو کوچنی هېواد دی چې د جنوبی افريقا په منځ کې پروت دی او ښکلی منظری لری٠ له دی امله چې لسوتو د سمندر له سطحی څخه زر متره لوړ دی، نو د هوايی پاد شاهۍ په نامه هم ياديږی او د جګو جګو غرونو او شنو چمنونو په لرلو سره د افريقايی سويزرلنډ په نامه زيات شهرت لری٠ لسوتو يوازی ديرش زره مربع کيلو متره پراخوالی او يو مليون دری لکه تنه نفوس لری٠ څرنګه چی لسوتو يان دا عادت لری چی تل د پوزی خولۍ په سر کوی او د حکومت امر هم دا دی چې هر تن بايد په رسمی مراسمو کې دغه ډول خولۍ په سر کړی، نو د هغه هېواد په ملی بيرغ باندی د بزروزی د خولۍ تصوير ليدل کيږی٠ خو هر تن لکه پاچا، صدراعظم ، وزير او يا عام خلک د خپل حيثيت او ټولنيز موقعيت سره سم ډول ډول خولۍ په سر کوی٠

د لسوتو يانو لپاره دا وياړ دی چې په هغه هېواد کې تعليمی او توريستی چارو ډېره ترقی موندلی ده٠ د افريقا د جنوبی هېواونو په پر تله د لسوتو د خلکو تعليمی کچه ډېره لوړه ده ، ځکه چې په لسوتو کې اوه کلنه ښوونه وړيا ده او په ښوونځی کې د ماشومانو د ګډون انډول په سلو کې پنځه نوی ته رسيږی٠

د لسوتو په لسو اداری ناحيو کې لوړ پوړی حرفوی او غبر حرفوی تعليمات هم مروج دی٠ څرنګه چې د لسوتو منظری ډېری ښکلی او هوا يی معتدله ده او بر سيره پر دی په هغه هېواد کې عظيم ابشارونه ، ژوری دری، دنګ غرونه ، لرغونی کلاوی او ښکلی ميخکي ګلان ليدل کيږی چې دغه ټول ډېر زيات بهرنی سيلانيان ورجلبوی، نو

د هغه هېواد د مالی عايداتو څخه دولس په سلو کې برخه له سيلانۍ څخه راځی٠ پر

مشهورو توريستی ځايونو سر بيره لسوتو غنی طبيعی منابع هم لری ، مثلا الماس چينی خاوره او يورانيوم٠