د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د شمېرنې ادارې د سپتمبر په اووه ويشتمه نېټه يو راپور خپور کړ چې پکی ويل شوي اوس چين په عمومی توګه د صنعتي کېدو په منځنی موده کې دی.
په دغه راپور کی ويل شوي چې له ٢٠٠٢ کال راهيسی د چين صنعت ګړند پرمختګ کړی دي. په ٢٠٠٦ کال کې د صنعتي زياتوالي ارزښت نهه زره مليارډ يوانو ته رسيدلی چې د ٢٠٠٢ کال په پرتله اته پنځوس سلنه زيات شوی و. په دغه کال کې د صنعتی زياتوالی ارزښت د کورني توليدي ارزښت په سلو کې دری څلويښت برخه نيوله.