<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-28 16:40:42    
مليار احمد د چيني ټوکرانو د ښه کيفيت ستاينه کوي:

cri

د بهرنيان په چين کې پروګرام قدرمنو اورېدونکيو په سلامونو مو ستايم،خوشحال تايب يم او دپروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم،هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره پاتې شئ،او د راټولو شويو توکيو له اورېدلو څخه خوند واخلئ،خوږو دوستانو پدې اونۍ کې مې له يو تن هغه افغان سره مرکه کړې چې تل له چين څخه سوداګريز توکي افغانستان ته وړي،په تېره بيا د ټوکرانو سوداګري يې خورا ښه ده،دغه سوداګر مليار احمد فرملي نوميږي او د افغانستان د کابل ولايت اوسېدونکی دی،نوموړی دا ځل هم د ټوکرانو اخيستلو لپاره چين ته راغلی وو،او ما هم د هغه دکار او سوداګرۍ په هکله يوه مرکه ورسره کړېده،چې اوس به يې درته وړاندې کړم،ښاغلی مليار احمد وايي دوی زياتره د ښځينه ټوکرانو سوداګري کوي،او کار يې هم تر ډېره ښه دی:

ترک ١٦ ژباړه

موږ په چين کې بېلابېل ډوله ټوکران اخلو،د بېلګې په توګه نخي يا تاري،وريښمين،ساټن،کريپي او نور مختلف ډولونه اخلو او بيا يې افغانستان ته لېږدوو،چې خلک يې هم ډېر خوښوي،

ګرانو اورېدونکو له شاوخوا دوه لسيزو راهيسې چين له نړيوالې ټولنې سره خپلو هر راز اړيکيو ته پراختيا ورکړې،چې په ترڅ کې يې سوداګرۍ تر ټولو پراخه کچه غوره کړې،اواوس مهال يې له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ اندازه سلګونو ميليارده ډالرو ته رسيږي،ښاغلی مليار احمد وايي،د افغانستان د ټوکرانو زياتره سوداګري هم اوس له چين سره ده،او د نورو هېوادنو ځای يې نيولی دی،دی پدې هکله داسې زياتوي:

ترک ١٧ ژباړه

داسې ويلای شم چې اوس مهال زموږ د بازار شاوخوا نوي سلنه چيني توکي جوړوي،او پاتې پنځه په سلو کې يې ايراني،کوريايي او د ځينو نورو هېوادونو توکي دي.

د چيني توکيو د اخيستونکو زياتوالی او ښه بازار يوه عمده او اساسي لامل هم د هغو ټيتې بيې او ښه کيفيت دی،اوس مهال زيات کسان د نړۍ په ډېرو سترو سترو بازارونو کې د چين لخوا توليد شوي توکي تر نورو ښه ګڼي ځکه ددې توکيو په اخيستلو سره زياته اقتصادي ګټه ترلاسه او خپلې پيسې سپمولای شي،ښاغلی مليار احمد هم دغه ټکي ته په اشارې سره وايي چې په افغانستان او په تېره بيا په پلازمينه کابل کې خلک زياتره چينايي توکي خوښوي دی زياتوي: غږ ترک ١٨ ژباړه

چينايي توکي په کابل کې ښه بازار لري ځکه ددغو توکيو بيې تر لازمې اندازې پورې ټيټې دي،او د ايراني او پاکستاني توکيو په پرتله يې کيفيت هم لوړ دی او بيه يې هم مناسبه ده،نو ځکه يې بازار ښه دی او موږ هم ښه ګټه ترې ترلاسه کولای شو.

قدرمنو اوريدونکيو اوس وخت د چين زياتره ښارونو پراختيا موندلې او له نورو هېوادونو او سيمو سره يې سوداګريزې اړېکې ورځ تر بله پراختيا مومي،افغان سوداګران هم د چين له بېلابيلو ښارونو څخه د خپلې اړتيا وړ توکي پيري او بيا يې خپل هېواد ته ليږدوي،دا چې ښاغلی مليار احمد د چين له کومو ښارونو څخه خپل د اړتيا وړ توکي پيري پخپه له ده څخه به يې واورو:

غږ ترک ١٩ ژباړه

موږ خپل د اړتيا وړ توکي د ارومچي، ګوانګ جو،شانګهاي او يو شمېرو نورو ښارونو څخه پيرو او او بيا يې افغانستان ته ليږدو.

مليار احمد وايي دوي تل هغه توکي اخلي چې په افغانستان کې ښه خرڅلاو ولري،او د دا شان شيانو توليد په چين کې ډېر تر سترګو کيږي،دي وايي موږ چې هر ډول توکي وغواړو نو په چين کې يې موندلای شو:

غږ ترک ٢٢ ژباړه

موږ تل هڅه کوو هغه شيان واخلو چې په افغانستان کې ښه بازار ولري او ژر خرڅ شي،او بل دا چې موږ هم ګټه پکې ولرو،موږ سوداګران يو او تل خپلې ګټې ته هم پوره پام کوو.

چينايان تل پخپل منځ کې، اوهم له بهرنيانو سره د ښه چلند خاوندان دي،او دې کار يې د زيارته بهرنيانو پام هم وراړولی دی،ځکه په نورو هېوادونو په تېره بيا په لويديځو هېوادونو کې يو شمېر کسان د خلکو د ساړه چلند څخه يادونه کوي،او کله چې بيا چين ته راشي نو د چينايانو چلند دوي په بشپړه توګه حيرانوي،مليار احمد هم يو له هغو څخه دی،او د چينايانو د چال چلند په هکله داسې وايي:

ترک ٩ ژباړه

ما زياتو هېوادونو ته سفرونه کړي،خو د چين خلک د هغو زياترو په پرتله توپير لري،دوي تل د دوستۍ او ملګرتيا په چاپېريال کې خبرې کوي،تل يې موسکا پر شونډو وي،ښه او آرام خلک دي،او له موږ سره يې تل دوستانه رويه لرلې،چې ډېر زيات ترې خوښ يم.

د بهرنيان په چين ګې پروګرام درنو او عزتمندو اوريدنکيو د ننني پروګرام وخت په همدې ځای پای ته په رسېدو کې دی،هيله ده چې ستاسو د خوښې او پام وړ ګرځيدلی وي،نو تر بلې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو پاک او مهربانه خدای سپارم الله مو مل شه.