<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-28 16:57:19    
هوخهاوت ښار

cri

هوخهاوت ښار د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې مرکز دی ، دغه ښار ډير پخوانی تاريخ لري ،دغه ښار له ميلاد څخه دری سوه کاله مخکې جوړ شوی و چې په هغه وخت کې نوموړي ښار د يون جونګ چنګ په نوم ياديده ٠ البته په هغه وخت کې دا ځای په پراخو څړځايونو کې يو ډير وړوکی ښار و، خو اوس د هوخهاوت په ښار کې ډير ستر او د حرانتيا وړ اوښتون رامنځته شوی دی ٠ په اوسني هوخهاوت ښار کې لوي لوي او لوړې ودانۍ کتار په کتار وﻻړ دي او په پخو سړکونو باندې رنګارنګ موټرونه ځي او راځي.

څرنګه چې مغوليان له ډير پخوا راهيسي پر بودايي دين باندې عقيده لري ، نو په دغه ښار کې زيات لوي او کوچني بودايي معبدونه ليدل کيږی ٠ددغه ښار له ټولو معبدونو څخه يو لوي معبد چې دا جاو معبد نوميږي ډير شهرت لري ، څرنګه چې په دغه معبد کې يوه نقره يي بودايي مجسمه موجوده ده نو ځکه خلک نوموړي معبد ته نقره يي بودايي معبد وايي ٠

د هوخهاوت د ښار په جنوب کې يوه مقبره شته ، ددغې مقبرې اود شاوخوا ځايونو پراخوالې ٤٧ زره مربع متر دی چې د سيلانيانو لخوا د سيل لپاره پرانيستل شوې ده. د مقبرې په مخکې د يادګار په توګه يو ډبرين څلی درول شوی او ورباندې د چيني او مغولي ژبو په واسطه کتيبې کښل شوې دي ٠ ددغې مقبرې لوړوالی ٣٣ مترو ته رسيږي او پر سر باندې يې يو شپږ ضلعې لرونکې ودانۍ شته چې پکې ډبرين ميزونه او څوکۍ پرتې دي ٠

په دغه مقبره کې د وانګ جاو جون نومي يوې ښځې جنازه ښخه شوې ده ، د وانګ

جاو جون خپل اصلي نوم وانګ چانګ و او له ميلاد څخه ٤٨ کاله مخکې د هان د امپراتوري سلسلې په دربار کې يوه ماموره هم وه، له ميلادي څخه ٣٣ کاله مخکې د خان د امپراتوري دولت په شمال کې يومالدار قومي مشر چې خوهانشيې نوميده وغوښتل چې د هان د امپراتوري دولت سره روغه جوړه ټينګه کړي او د هان د امپراتورڅخه يې لور وغوښتنله ( د هان امپراتور وانګ چانګ خوهانشيې ته ورکړه ، وانګ چانګ د وانګ جاوجون په نامه د مشرخوهانشيې سره واده وکړاو ورسره يو ځای د هان امپراتوري دولت شمالي خواته وﻻړه، ددغه واده له امله د هان امپراتوري دولت او شونګ نو قوم ترمنځ د شل ګونو کالونو لپاره روغه جوړه وساتل شوه ٠

د هوخهاوت ښار د زوړ ښار پا شمال کې يو جامع جومات شته چې څه دپاسه دوه سوه کاله مخکې جوړشوی دی٠ ځکه په هغه وخت کې ډير زيات مسلمانان له شينجيانګ څخه هوخهاوت ته ورغلي وو ، ددې جومات پر دروازې باندې په عربي ژبه د جومات نوم ليکل شوی دی ، د جومات په دننه کې د خطابې منبراو حمامونه شته٠په ١٩٣٣ کال کې ددغې سيمې د هوي قوم خلکو د پيسو په راټولولو سره دا جومات بيا جوړکړ او په دې جومات کې يې يوه لوړه وداني زياته کړه چې وانګ يوې لو نوميږي ٠دا يوه څلور پوړيزه وداني ده چې شپږ ضلعې لري ، لوړوالی يې پنځلس متره دی ٠ په دې جومات کې ديرش جلده قران شريف چې په عربي ژبه ليکل شوي د قيمتي اسنادو په توګه ساتل شوي دي ٠

برسيره پردی په هوخهاوت ښار کې نور پخواني او قديمي ځايونه هم شته ، د بيلګې په توګه د چينګ د امپراتورانو د لورګانو هستوګنځي او د امپراتوري جنرالانو مقر او داسي نور د ليدو وړ ځايونه دي ٠