<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-28 17:14:34    
د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو د نيکمرغۍ فووا په اړه يو کارتون

cri

د٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو د نيکمرغۍ نښه فووا په چين او نړۍ زيات نندارچيان راجلب کړی دی چې فووا د پنځو لوبتکو نوم دی. د فووا په اړه يو کارتون د اګست له اتمې نېټې څخه خپور شو چې نه يوازی د ماشومانو او ځوانانو بلکې د مشرانو هم خوښ شوی. د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه کارتون په اړه څه معلومات درکړم.

همدااوس مو د فووا د اولمپيک کيسې په نامه د کارتون غږ واورېده. د بېجينګ تلويزيون د دغه کارتون په جوړولو کې پنځوس مليونه يوانه لګولي دي. دغه کارتون سل لړۍ لري او هره لړۍ يوولس دقيقې ده. په دغه کارتون کې يوه کيسه انځور شوی ده چې د٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو له رارسېدو مخکې د بېجينګ په يو عادی کور کې يو اته کلن هلک ته د هغه د زيږېدنې په ورځ فووا سوغات ورکړل شوی او له فووا سره يې يو لړ په زړه پورې کيسې رامنځته شوي دي. د اولمپيک سپورټي لوبو سرچينه، پرمختګ، د اړوندو مقرراتو ټاکنه او بشپړتيا او د دغو لوبو په تاريخ يو لړ کلاسيکې کيسې د دغه کارتون له لارې بيان شوي دي.

د روان کال د اګست په اتمه نېټه نندارې ته د دغه کارتون له وړاندی کيدو راهيسي د دغه کارتون د نندارچيانو شمېر د ورته پروګرامونو په پرتله لومړی ځای نيولی دی. نه يوازی ماشومانو بلکې ډېرو لويانو هم د دغه کارتون لوړه ستاينه وکړه. د بېجينګ

د يو نندارچی ښاغلی دينګ يي مينګ په أند د کارتون له لارې نندارچيانو ته د اولمپيک سپورټي لوبو روحيې خپرول يو ښه کار دی. ده وويل د اولمپيک په اړه ډېرې ناأشنا کيسې د دغه کارتون له لارې ويل شوي او د پنځو فووا ګانو له لارې نندارچيانو ته وړاندی شوي دي. زما په أند دغه کارتون ډېر ښه او په زړه پورې دی او پر همدی مهال مې د دغه کارتون له لارې د اولمپيک سپورټي لوبو په اړه ډېر څه زده کړي دي.

ځينو نندارچيانو په دغه کارتون کې د چين ځينی دوديزې هنري ځانګړتياوې خوښې کړيدي. پيغلې لين لو وويل دغه کارتون مې ليدلی او زما په أند دغه کارتون نه يوازی د ماشومانو لپاره بلکې زمونږ په شان مشرانو لپاره هم مناسبت او ډېر په زړه پورې دی. تصويرونه يې ډېر ښکلی او د چين ځانګړتياوې لري چې د نورو هېوادنو له کارتونونو سره بشپړ توپير لري.

په وروستيو کلونو کې په چين کې د کارتونونو د جوړونکو نظرونه بدل شوي دي. د دوی په أند په تېرو وختونو کې کارتونونه يوازی د نکلونو او تاريخي کيسو له لارې د ماشومانوته ډول ډول معلومات ورکول. خو په اوسنيو کارتونونو کې ويل شوی کيسې له اوسنۍ ټولنې او ژوند سره تړاولري. د بېجينګ تلويزيون د کارتون څانګې مشر ښاغلی شوای مين وويل مونږ به د دغه کارتون له لارې د ماشومانو اړتياوې بيا وپېژننو او د مطالبو او بڼو په برخو کې به نوښتونه رامنځ ته کړو. ده وويل نن ورځ د ماشومانو د پېژندنې کچه زمونږ له تصور څخه وتلی ده. دوی هغو کارتونو ته اړتيا لري چې د دوی پېژندنې له کچې سره سمون لري. مونږ به په راتلونکی کې د کارتون د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې وکړو چې نوی او ښه موضوعات ولټوو او نورې

ښکلی او د لچسپې کيسې وليکو څو چې په زياته اندازه د اوسني بازار اړتياوې ته پوره شي.

تر اوسه د دغه کارتون جوړونکيو له سلو کورنيو تلويزيونونو سره د خپرولو تړونونه لاسليک کړي دي او ډېر بهرني تلويزيونونه هم غواړي چې د دغه کارتون د خپرولو حق واخلي.