<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-28 17:20:53    
د ٌ پنداګانو پلار ٌ جانګ هه مين

cri

په ١٩٨٣ کال کې ٢٢ کلن جانګ هه مين د سيچوان له پوهنتون څخه فارغ شو، په هغه وخت کې بانکس ګل کړي وو چی پنداګانو خوراکونه نه درلود٠ نو جانګ هه مين په لوی ښار کې د کار کولو له فرصت څخه لاس واخيست او غوښتنه يی وکړه چې د سيچوان د وه لونګ د طبيعت ساتنی په سيمه کې کار وکړي چې هلته پنداګان له لوږې سره مخامخ وو٠ له دی وروسته د جانګ هه مين ژوند له دغه ډول لرغونی ژوی سره ډېری نژدی اړيکی پيدا کړې٠

په ١٩٨٧ کال کې جانګ هه مين د امريکا د لداهو پوهنتون ته ولېږل شو چی د وحشی ژويو او د طبيعت ساتنی سيمی د اداری په اړه د ماسترۍ کچه تر لاسه کړی٠ ٢ کلونه وروسته جانګ هه مين له خپلې ميرمنې ماينه سره له امريکا څخه چين ته راستون شو او د پنداګانو د تکثير په څېړنه يی پيل وکړ٠ هغه وويل د تېری پيړۍ په اتمه لسيزه کې د نړۍ د څېړنو ټولو سازمانونو د پنداګانو د تکثير لپاره ښه لار نه درلود٠ د نړۍ د وحشی ژويو صندوق څو ځله چين ته د بهرنيو هېوادونو څېړونکی رااستولي او د لسو کلونو په ترڅ کې يوازی يو پندا تکثير شوی ، خو يوازی ٢ کاله يی ژوند وکړ٠ په پای کې جانګ هه مين د ناکامۍ لاملونه پيدا کړل چی د تکثير په ترڅ کې د پنداګانو د احساساتو مسئله يوه ډېره لويه ستونزه وه٠ نو جانګ هه مين د فشارونو په مقابل کې پنداګان سره يو ځای کړل چی دوی په ازاده توګه مينه او لوبې وکړی٠ جانګ هه مين له کارکونکو څخه غوښتنه کړی چی هره ورځ په ٢٤ ساعتونو کې پنداګانو ته پاملرنه وکړي او د خوراکونو ورکولو په وخت کې له پنداګانو سره خبری

وکړی٠ تر هغه وروسته د پنداګانو د ناروغيو حالات په ښکاره توګه کم شوی دی ٠

له ١٩٩٢ کال څخه تر ٢٠٠٦ کال پوری د وه لونګ سيمی د چين د پنداګانو د ساتنی او څېړنی په مرکز کې د پنداګانو شمېر له ١٠ څخه تر ١١٩ پوری زيات شوی او په مصنوعی توګه د تکثير شويو پنداګانو له ١٠٩ څخه ٩٤ يی ژوندی دی چی دغه سيمه په نړۍ کې د پنداګانو د روزلو د لومړنۍ لويی سيمی په توګه ګرځيدلی ده٠

د ٢٠٠١ کال په دسمبر کې جانګ هه مين د سيچوان ولايت د وه لونګ د ځانګړی اداری سيمی مدير او د هېواد د ځنګلونو اداری په اړه د وه لونګ د طبيعت ساتنی سيمی د مشر په توګه ټاکل شوی دی ٠ له دی امله چی ١١٩ پنداګان هره ورځ له ٣ ټنو څخه تر ٥ ټنو پوری بانکسونو ته اړتيا لری ، جانګ هه مين د خوراکي بانکس د کرنی غوښتنه کړی چې د پنداګانو ساتل او روزل د سيمه ايزو خلکو له شتمنۍ کولو سره وتړي٠

جانګ هه مين د روان کال د مې په ١٦ نېټه د ډېرو زياتو رايو په تر لاسه کولو سره د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملي کانګرس د استازی په توګه وټاکل شو ٠ د سيچوان ولايت د ګوندی کميټی د ارتباطو څانګی مشر که زون پينګ وويل جانګ هه مين د ځنګلونو په چارو کې وتلی ګوندی غړی دی چی ستر خدمتونه يی کړی دي٠

اوس د جانګ هه مين لومړنۍ لويه غوښتنه دا ده چی په راتلونکو ٧ کلونو کې د وه لونګ په سيمه کې د ٢ سوه مليونه يوانو په وسيلې د هېواد د پنداګانو د تکثير يو مرکز جوړ شي چی د پنداګانو د مصنوعی تکثير کارونو ضمانت وشی٠