د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ وياند د سپتمبر په اته ويشتمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ د د دغه هېواد په شمال لويديځ کې د پوځی موټرونو پر يو کاروان بريد وشو چې له امله يې يو تن سرتيری ووژل او دوولس تنه نور ټپيان شول.
د نوموړي په وينا، په همدې ورځ سهار د پاکستان د پوځی موټرونو کاروان د صوبه سرحد ولايت په ټانک سيمه کې له ليری نه د يو کنترولېدونکي بم له چاودنې سره مخامخ شو چې له امله يې ديارلس تنه سرتيريو ته مرګ ژوبله واوښته. ټپي شوي سرتيري پر وخت د دغې سيمې يو پوځی روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه پوری هېڅ سازمان د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.