<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-29 19:55:17    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې اوريدونکيو بيلابيلو پوښتنو ته ځوابونه پکی ورکوو . هېله لرم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسی او خپلې بيلابيلې پوښتنې راواستوئ .

ګرانو دوستانو ! د پاکستان په صوبه سرحد کې زمونږ يوې اوريدونکی بی بی صديقې په خپل ليک کې دوه پوښتنې کړې چې د چين په کومه سيمه کې ډير قومونه ژوند کوی او د دغه ولايت پراخوالی او نفوس څومره دی ؟

د چين هغه سيمه چې ډير قومونه پکی ژوند کوي شينجيانګ دی ، په دغه سيمه کې د بيلابيلو قومونو خلک ژوند کوی . شينجيانګ يعنی د چين د ويغوری قوم خپلواکه سيمه ده چه د چين په شمال لويديځ او د أسيا او اروپا د لويو وچو په مرکز کی پرته ده٠د شينجيانګ مساحت د چين له نورو ولايتونو او خپلواکو سيمو څخه پراخ دی او څه دپاسه يو مليون او شپږ سوه او شپيته زره مربع کيلومترو ته رسيږی٠ شينجيانګ په شمال او لويديځ کې په جلا جلا توګه له منګوليا، روسيې، قزاقستان، قرغزستان ، تاجکستان ، افغانستان ، پاکستان او هند اتو هيوادونو سره ګډه پوله لری چې د سرحدی کرښې اوږدوالی يی څه دپاسه پنځه زره او څلور سوه کيلومترو ته رسيږی ٠ نو په دی توګه شينجيانګ د چين له ټولو ولايتونو او خپلواکو سيمو څخه يوه داسی سيمه ده چه سرحدی کرښه يی تر ټولو اوږده ده او بهر ته پرانيستی بندرونه يی تر ټولو زيات دی . که څه هم د شينجيانګ پراخوالی د هيواد د نورو سيمو او لايتونو په پرتله ډير زيات دی خو دوګړيو شمير يی ډير زيات نه دی .

په شينجيانګ کې د هيواد ترټولو لوی ملی لږکی اويغوری قوم دی . اوس دا ويغوری قوم نفوس څه ناڅه اووه مليون او دوه سوه څوارلس زره تنه دی چې اکثريت يی د شمال لويديځ چين د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کی اوسيږی اويغوری قوم خپله ژبه او ليک دود لری چې الفبا يی له عربی ژبې سره ورته دی ٠ اويغور په ا ويغوری ژبه کی د يووالی معنی لری . د دغه قوم خلک ټول مسلمانان دی او د نورو مسلمانانو په شان هرکال د لوی او کوچنی اخترونو لمانځنه کوی . د اويغوريانو عمده ډوډۍ ( نان) نوميږی چې د افغانستان د ډوډۍ او د پاکستان د روټۍ په شان ده . دغه راز دوی پلو، غوښی او کباب هم خوری .

د اويغوری قوم ټول مسلمانان که نارينه وی يا ښځې، که زاړه وی يا ماشومان، يوه ښکلی خولۍ په سر کوی، دغه ډول خولۍ د دغه قوم دوديز صنعت دی . د اويغوری قوم ښځې په عمومی ډول له وريښمينو ټوکرانو څخه جوړ شوی ښايسته قومی لباس اغوندی او نارينه يی د اينګ جی شا چاړه تر ملا تړی چې دغه ښکلی چاړه د جنوبی شينجانګ د اينګ جی شا په ولسوالی کښی توليديږی او څه دپاسه دری سوه کلن تاريخ لری . اويغوريان له سندرو ويلو او نڅا کولو سره ډير شوق او مينه لری چه د استراحت ، د خپلوانو او دوستانو د سره غونډيدو او د اخترونو د نمانځلو په وختونو کی د سندرو ويلو او نڅا کولو له لاری خپله خوښی څرګندوی . د تاريخ په اوږدو کی اويغوری قوم ځلانده قومی کلتور جوړکړيدی . د دی قوم يوه لرغونی اوږده قصيده چه له يوولسمې ميلادي پيړۍ څخه راپاتی شوې، د اسلام د مبارک دين له اخلاقی معيار سره سم د خلکو ترمنځ د ګډ ژوند، ښې دوستۍ ، ژور صداقت او متقابل ډاډ اړيکو د ټينګښت په باب اصول په تبليغ شوی دي . د دې قصيدې محتويات له ټولنيزو، سياسی ، اقتصادی ، فلسفی او ادبی ساحو سره اړه لری چې د اويغوری قوم په ادبی تاريخ کی ډير مهم مقام نيسی . ( دوولس مقامونه) د اويغوری قوم د ولسی موسيقۍ مشهور لرغونی او قديمی اثار دی او له څه دپاسه دوه اويا نغمو څخه عبارت دی چه د ختيځې نړۍ د موسيقې مرغلره ګڼل کيږی او په نړۍ کی يی ساری لږ دی .