د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د ټولټاکنو کمېټې د سپتمبر په نهه ويشتمه نېټه د راتلونکی ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د اوسنی ولسمشر پرويز مشرف د کانديدولو ليک څېړلی او تصويب يې کړ چې مشرف په رسمی توګه د راتلونکی ولسمشرۍ د قانونی کانديد په توګه په ټولټاکنو کې ګډون کولای شي.
د معلوماتو له مخې، دغه کمېټه به د اکتوبر په لومړی نېټه د راتلونکی ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د ټولو کانديدانو نور اندانو لست خپور کړي.