د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د وسلوالو طالبانو وياند زبيح الله مجاهد د سپتمبر په نهه ويشتمه نېټه وويل دوی په همدی ورځ د سره صليب د نړيوالې کمېټې څلور کارکوونکی خوشی کړی چې په شپږويشتمه نېټه يې تښتولي وو.
نوموړی وويل دغه څلور کارکوونکی د طالبانو د يوې ځايی ډلې لخوا تښتول شوی وو ځکه د دوی حيثيت څرګند نه و. اوس طالبانو هغوی پېژندلی ، نو خوشی کړی يې دي. د معلوماتو له مخې، دغه څلور کارکوونکی دوه بهرنيان او دوه افغان موټر چلوونکي دي.