<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-30 19:35:39    
يو لړ خوندوری سندری

cri
د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين يو لړ خوندوری سندری وړاندی کړو٠ د F.I.R. په نامه هنری ډله د چين د تايوان يوه ډېره مشهوره هنری ډله ده چې د ٢٠٠٢ کال په می کی د يوې ښکلی نجلۍ او دوو ځيرکو هلکانو له خوا جوړه شوه٠ د روان کال د مارچ په مياشت کې د دغې هنری ډلې يو هلک چې اچين نوميږی خپل لومړی ځانګړی البوم خپور کړی٠

( سندره ١)

ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د اچين له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واوريده چې نوم يی وو د وان ګوغ کيڼ غوږ٠ د چين د تايوان سندرغاړې ليو ژوه ينګ له لسو کلونو راهيسی څه د پاسه لس البوم خپاره کړی او په څو فلمونو کې يی ننداری کړی چې اوس ډېره مشهوره ده٠

( سندره ٢ )

ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د ليو ژوه ينګ له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واوريده چې نوم يی وو تاسی په دغه ځای کې٠ په دغه سندره کې د مينې په اړه د ښځو باور او ارزو څرګنديږی ٠

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چين د تايوان سندرغاړی فان يی چن له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يی دی زه پر تا باور لرم ٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!