د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د سپتمبر په نهه ويشتمه نېټه هيله څرګنده کړه چې د حکومت پرضد د طالبانو د وسله والو ځواکونو له مشر ملاً محمد عمر او د اسلامي ګوند له مشر ګلبدين حکمتيار سره خبرې اترې وکړي . خو هغه له دې سره مخالفت وښود چې له دغه هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو ايستل د دغو خبرو اترو د مخکينی شرايط په توګه وټاکل شي.
حامد کرزي وويل: که د طالبانو د وسله والو ځواکونو ميشت ځای پيدا کړي، هغه به هلته ولاړ شي او ورسره خبرې اترې وکړي. هغه زياته کړه : ښايی چې هغه به په دغه هېواد کې د تاوتريخوالی او اخ وډب د له منځه وړلو او د هېواد د سولې او امنيت د تر سره کولو لپاره په حکومت کې طالبانو ته دنده ورکړي.