<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-01 19:14:16    
د شمال ختيځې أسيا سميه ايزه همکاری نژدی شوې ده

cri

د شمال ختيځې أسيا د پانګونې او سوداګرۍ د درېيمې دورې نندارتون په وروستيو ورځو کې د چين د جي لين ولايت په مرکز چانګ چون ښار کې پای ته ورسيد. په  دغه څلور ورځنی نندارتون کې برخه والو په دغه سيمه کې د سيمه ايزې همکارۍ پرمخبيولو او د چين په شمال ختيځ کې د زړې صنعتی اډې سمسورتيا په باب بحث وکړ. د دوی په أند د شمال ختيځې أسيا شپږ هېوادونه به د دغه نندارتون له لاری سيمه ايزې همکارۍ ته پرمختګ ور کړي.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغې سيمې د سيمه ايزې همکارۍ په باب معلومات وړاندی کړو.

په دغه سيمه کې د چين لياو نينګ، جی لين او هی لونګ جيانګ ولايتونه، د داخلی مغولستان د خپلواکې سيمې ختيځه برخه، د روسيې ليری ختيځه سيمه، د کوريا ټاپووزمه، جاپان او مغولستان شامل دی چې پراخوالی يی ١٧ مليونه مربع کيلو متره دی. د چين د صدراعظم مرستيال ځن پی ايان په دغه نندارتون کې وويل د شمال ختيځې سيمې د هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ تاريخ اوږد دی.د اقتصاد د نړيوال کيدو او سيمه ايزو هېوادونو د يو ځای کيدو په نژديوالی کې بېلا بېل هېوادونه هيله لري چې يو له بل سره اقتصادی همکاری پياوړی کړي.ده وويل(اواز............)د شمال ختيځی أسيا د هېوادونو په منځ کې يو د بل کمښت پوره کيږي چې ځينی برخې يې غښتلی اقتصادی ځواک او نورې برخې يې بډايې سرچينې او غوره توليدی تکنالوژي او اداري تجربې لري،نو په دغه ځای کې سيمه ايزه همکاري ښه بنسټ لري.

په وروستيو کلونو کې د دغې سيمې د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصاد د ثابت پرمختګ له امله د سوداګرۍ او پانګونې اندازه ګام په ګام زياته شوې او د هېوادونو ترمنځ اقتصادی اړيکی نژدې شوې دي.

په همدی وخت کې په وروستيو کلونو کې د دغې سيمه ايزې همکارۍ د پرمخبيولو لپاره د نويو لارو چارو موندلو بهير چټک شوی دی. د شمال ختيځې أسيا د پانګونې او سوداګرۍ نندارتون د همدغه شان لارو چارو يوه برخه ده چې موخه يې د سميه ايزو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ برياليتوبونه او په پرانيستې توګه يو له بل سره سيالي ده.

د دغو اقتصادی لارو چارو په هکله د م م د پرمختګ پلان ادا رې چارواکې نتاليا ياچيستووا د دغه بهير لوړه ارزونه وکړه او ويې ويل (اواز............)دغه نندارتون د بېلا بېلو هېوادونو د برخه والو تصديو د تبادلې لپاره ښه ځای برابروي او د دغو تصديو توليدات پکې ښودل کيدای شی چې له امله به يې د شمال ختيځې أسيا اقتصاد په هوسا توګه پرمختګ وکړي.

د م م ددغې چارواکې خبره سمه ده. په ريښتينی توګه دغه نندارتون په سيمه ايزه همکارۍ کې د لازياتو تصديو د راجلبولو لپاره ډېر مهم رول لوبوي.

د چين د چټک اقتصادی پرمختګ له امله د چين د شمال ختيځ په زړه اډه کې ټولنيز اقتصاد هم چټک پرمختګ کړی او سيمه ايزو هېوادونو ته هم زيات فرصتونه برابر شوی دی. له مغولستان څخه راغلی سوداګراتګون بترد دغې سيمې سوداګريزو فرصتونو ته ډېره پاملره وکړه اوهيله يې څرګنده کړه چې د دغې سيې له اړوندو تصديو سره همکاری وکړي.

(اواز............)ماته څرګنده شوې چې د چين حکومت د دغې سيمې پرمختګ لپاره ځينی نوی امتيازی تګلارې ټاکلی چې د سوداګرانو لپاره يې يو ښه فرصت برابر کړی دی.

که څه هم په شمال ختيځه أسيا کې اقتصادی همکاری چټکه شوې خو په دغه سيمه کې د بېلا بېلو هېوادونو پرمختيايی سويه يو له بل څخه ځينی واټن لري او د همکارۍ ميکانيزم يې بشپړ نه دی. د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره د چين د صدراعظم مرستيال ځن پی ايان وويل د چين په أند بېلا بېل هېوادونه بايد د مساوات پر بنسټ له لازياتو لارو چارو خپل منځی همکاری پياوړی کړي چې په دغه سيمه کې ګډ پرمختګ وشی.