<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-01 19:18:14    
نفت لرونکی ښار قاراماي

cri

د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې په شمال لويديځ کې د قارامايی په نامه يو داسی مشهور ښار شته چې د نفتو د ايستنې په ترڅ کې جوړ شوی دی ٠ د ١٩٥٥ کال د اکتوبر په ٢٩ نېټه د قارامايی په سيمه کی د نفتو له لومړی لمبر څاه څخه نفت وايستل چې په دې ډول د چين د ولسی جمهوريت لومړنی لويه نفت لرونکی سيمه رامنځ ته شوه او له هغه نه دوه کاله وروسته د چين مرکزی حکومت د قارامايی ښار جوړول منظور کړل٠ د چين شينجيانګ ته د کتنی پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته دغه نفت لرونکی ښار دروپيژنو ٠

د قارامايی ښار عمومی مساحت نهه زره او پنځه سوه مربعه کيلومتره دی او پکې د هان ، ويغور او قزاق په شمول د څه نا څه څلويښتو قومونو دری لکه او شپيته زره وګړي اوسيږی چې د ملی لږکيو اوسيدونکی د دغه شمير په سلو کی درويشت اعشاريه پنځه برخه نيسی٠

که څه هم په قاراماي کی د نفتو بډايه زېرمه شته ، خو پخوا د دغه ځای طبيعی چاپيريال ډير خراب و ٠ د قاراماي د ستاينې په نامه د يوې سندرې په لومړی برخه کی ويل کيږی :

( سندره ) ٌ پخوا ما د أسونو د رمې په بيولو سره چمن پيدا کاوه، خو په دغه ځای کی مې وليدل چې پراخه صحرا د اور د سمندر په شان وه ، نو سمدلاسه مې أسونه نور ځای ته بوتلل٠ اه ، قاراماي ! ما نه غوښتل چې تا ته درشم ، تا اوبه او واښه نه درلودل او مرغان هم ستا له پاسه نه الوتل ... ٌ

که څه هم په قارامايی کی د ژوند چاپيريال ډير خراب و، خو د أبادوونکو د لسګونو کلونو کوششونو له امله دلته زيات بدلونونه رامنځ شوي دي٠ د قاراماي د ښاروالۍ د چارواکي تانګ جيان پلار او مور نفتو ايستونکي کارګران وو، هغه د کوچينيتوب په وخت کی له دوی سره يو ځای دلته راغی او د پلرنی نسل د کارګرانو د سختو کوششونو روحيه يې ليدلې ده ٠ هغه وويل :

( غږ ) ٌ د قاراماي وګړی چې که زاړه وي يا ځوانان ، له دغې مځکې سره ژوره مينه او احساس لری او د نفتو د راايستلو په چارو کی يې خپل ټول توان کارولی دی٠ زمونږ د پلرنی نسل کارګرانو سخت زيارونه وايستل او د قاراماي د أبادۍ او هېواد د نفتو چارو لپاره يې ډير زيات زحمتونه ايستلی دي ٠ ٌ

د تيرې پيړۍ له پنځمې لسيزې راهيسی د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه د راغليو أبادوونکيو د کوششونو له امله قاراماي د نفتو د سروی کولو، د نفتی څاګانو د کيندلو، علمی څيړنو، د نفتو ايستلو او تصفيې، کيمياوی صنائعو او خدمتی چارو په شمول يوه لويه عصری نفت لرونکې سيمه ګرځيدلې ده٠

د نفتو چارو د چټک پرمختګ تر څنګ د قاراماي ښار ايکولوژيکی چاپيريال هم ښه والی موندلی دی٠ د چين د نفتو چارو د ادارې د شينجيانګيی څانګې چارواکی يی هوا فونګ وويل :

( غږ ) ٌ قاراماي د نفتو د زېرمې او ايستنې له امله جوړ شوی ښار دی او يو نمونوی سرچينه لرونکی ښار ګڼل کيږی ٠ نو د دغه ښار د پرله پسی پرمختګ لپاره بايد په ښه شان سره د هغه ايکولوژيکی چاپيريال وساتل شی٠ نو مونږ به د قارامايی د حقيقت له مخی د ايکولوژۍ د ساتلو لپاره يو ځانګړی سيستم جوړ کړو٠ ٌ

د ٢٠٠١ کال په پسرلی کی د قاراماي په ښار کی د ونو کيښودلو او د ښار سمسورولو پروژه پيل شوه او تر ٢٠٠٣ کاله پوری په څه نا څه اووه زرو هکتارو شاړو مځکو کی ونې کيښنول شوې ٠ د يادونې وړ خبره دا ده چې د ونو کيښنولو تر څنګ په شګلنو مځکو کی د مصنوعی ځنګلونو د رامنځ ته کولو په هکله يو لړ تکنولوژی هم پيدا شوی او له دی امله ونو په چټکه او سالمه توګه وده کړې ده٠ د شپږ کلونو په تيريدو سره د قاراماي په ښاری سيمه او شاخوا ځايونو کی پراخې شنې ونې ليدل کيږی ٠

د نيمې پيړۍ د پرمختګ له امله قاراماي نه يوازی د چين د نفتو صنائعو يو مهم مرکز ګرځيدلی ، بلکې د چين په شمال لويديځ کې په يو منظره لرونکی ښار هم بدل شوی او ٌ د صحرا ښکلی پيغله ٌ ګڼل کيږی چې ډير زيات سيلانيان راجلبوی٠ ٌ د قاراماي ستاينې په نامه د سندرې په دوهمه برخه کی ويل کيږی :

( سندره ) ٌ سږکال زه يو ځل بيا د أسونو په بيولو سره له دې ځای څخه تير شوم او و می ليدل چې په هر ګوټ کی شنې ونې او لوړې ودانۍ ولاړې دي او سره بيرغونه رپيږی او د نفتو ګڼ څاګانې هم ليدل کيږی، ما په بيړه د أسونو په بيولو سره د قاراماي په لور منډه ووهله ٠ ٌ

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د شينجيانګ د نفت لرونکی ښار قاراماي په هکله يو راپور واوريد٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د چين د شينجيانګ قاراماي د کومې سرچينې د استخراج له امله رامنځ ته شوی ښار دی؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی ځواب راکړئ! مونږ به د پچې له لارې يو شمير سم ځواب ورکوونکو ته هغه ښکلی سوغاتونه ورکړو چې د شينجيانګ ځانګړيتوب لری٠