<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-02 19:27:21    
د چين د کرهڼزو توليداتو د کيفيت تامينولو په ځانګړيو عملياتو کې ځينی ښې پايلې تر لاسه شوي دي

cri

د روان کال د سپتمبر له پيل څخه د چين حکومت د کرهڼيزو توليداتو د کيفيت تامينولو يو لړ ځانګړی عمليات پيل کړي دي. د چين د کرنې وزارت مرستيال ګاو هونګ بين د سپتمبر په ٢٤ نېټه په بيجينګ کې وويل د دغو عملياتو په ترڅ کې ښې پايلې تر لاسه شوې دي. هغه زياته کړه چين به د کرهڼيزو توليداتو کيفيت تامينولو لپاره لازيات تدبيرونه ونيسی.

د چين حکومت تل د کرهڼيزو توليداتو کيفيت تامينولو ته ډېره پاملرنه کوي. په وروستيو کلونو کې د چين د کرهڼيزو توليداتو کيفيت تامينولو سيستم ګام په ګام بشپړ شوی او د څارنې توان يې هم پياوړی شوی چې له مخې يې د کرهڼيزو توليداتو کيفيت امنيتی سويه لوړه شوې ده.د روان کال په اپريل کې د يوې شمېرنې له مخې په چين کې په سبو او سمندری خوړو کې د حشراتو ضد پاتی شويو درملونو منل شوی اندازه نژدی په سلو کې ٩٥ ته رسيدلې ده.

د يوې شمېرنې له مخې د دغو عملياتو له پلی کولو راهيسی اړوندو څانګو د ٧٣ زرو تصديو او بازارونو د څارنې لپاره يو لک او ٧٠ زره تنه ليږلي چې ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي. تر اوسه پوری د چين په مرکزی ښارونو او سيمه ايزه کچه ښارونو کې ٧١ سلنه بازارونه د کرنې د اړوندو څانګو له خوا څارل کيږي چې د دغو عملياتو د پلی کولو اغېزمنتيا د پخوا په پرتله په سلو کې ١٥ برخه زياته شوې ده.

د معلوماتو له مخې د روان کال تر پايه پوری به د چين حکومت د کرهڼيزو توليداتو د خرڅلاو په عمومی تصديو کې د څارنې اړوند نظام جوړ کړي او په همدی وخت کې به په کليوالو سيمو کې د کرنې پاک توليد تکنالوژي خپره کړي او تر وسی پوری به د بزګرانو له خوا د دغو توليداتو د کيفيت امنيت په اړه د لازياتو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره کوشش وکړي.

د ځمکو ککړتيا د کرهڼيزو توليداتو د امنيت تامينولو سرچينه ده. هغه دی ته اشاره وکړه چې چين په نړۍ کې د ځمکو چاپيريال کيفيت تر ټولو جدی ميعار لري،نو کولی شی چې د سرچينې له پلوه د کرهڼيزو توليداتو کيفيت امينت تامين کړي.

نوموړی زياته کړه چې زمونږ ميعار د اروپايی ټولنې، امريکا او جاپان په شمول د پرمختلليو هېوادونو په پرتله ښه دی. په همدی وخت کې د چين حکومت هم بشپړ تدبيرونه نيولي د بېلګۍ په توګه د کرهڼيزو توليداتو د توليد ځايونو اداري مقررات جوړ کړي چې د اړوندو قوانينو جوړولو لپاره سميه ايزو حکومتونو ته لارښوونه وکړي.

اوس په چين کې د کرنې څانګې د ځمکو په هر اړخيزې څارنې بوختې دي چې ژر تر ژره به د هېواد د ځمکو په اړه عمومی معلومات تر لاسه کړي او له دغو معلوماتو سره سم به د ځمکو ساتلو په اړه اړوندې تګلارې جوړې کړي.