<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-02 19:13:30    
د اولمپيک د ځانګړو لوبو مشال چين ته ورسيد

cri

د ٢٠٠٧ کال د اولمپيک د معيوبينو ځانګړې دوبنی لوبې به د راتلونکی اکتوبر له دوهمې نېټې څخه تر يوولسمې نېټې پوری د چين په شانګهای ښار کې تر سره شي. د دغو ځانګړو لوبو هغه مشال چې درې مياشتې مخکې د اتن په اکروپوليس کې بل شوی وو، په پنځو لويو وچو کې له تسليمېدو وروسته، د سپتمبر د پنځه ويشتمې نېټې په شپه چين ته راورسېد.

د همدې ورځې د ماښام په اتو بجو د بېجينګ په شمال د جو يونګ ګوان په نامه د لوی ډيوال دپاسه د چين په شمول د يو سل اوڅلويښتو هېوادونو او سيمو مېلمنو په ګډه د دغه مشال هر کلی وکړ.

د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسی بيورو دايمی غړی وو ګوان جنګ مشال تر لاسه کړ او د ډيوې په بلولو سره يې اعلان وکړ چې په چين کې د دغو لوبو د مشال تسليمولو فعاليت پيل شو.

د اولمپيک ځانګړې لوبې د اولمپيک له روحيې سره سم د ذهني نيمګرتيا لرونکو لپاره تر سره کېږی چې په هر دوو کلونو کې يو ځل پر ځای چې دوبنی لوبې او ژمنی لوبې په نوبتی توګه تر سره کېږي. سږني لوبې د دوولسمې دورې دوبنۍ لوبې دي. دا لومړۍ ځل دی چې د اولمپيک ځانګړی لوبې په اسيايی هېواد کې تر سره کېږي. په هغه وخت کې به د يو سل او شپېتو هېوادونو او سيمو نژدی لس زره لوبغاړی او روزونکی، د لوبغاړو شل زره پلرونه او ميندی، کارپوهان او د بېلا بېلو ساحو داوطلبان په

دغو لوبو کې ګډون ولري. د چين حکومت او شانګهای ښاروالی په بريالی توګه د دغو ځانګړو لوبو د تر سره کولو لپاره ډېر کوششونه کړي دي. اوس رنګارنګ تياريانې روانې دي. د چين د صدراعظم مرستيال هوی ليانګ يو د ياد شوی مشال د هر کلی په مراسمو کې وويل

په چين کې دوه اتيا مليون نهه لکه او شپېته زره معيوبين شته چې پکې نهه مليون او نهه لکه ذهني نيمګړتياوی لري. د چين حکومت د دغو معيوبينو کارونو ته په درنه سترګه ګوري او د معيوبينو چارو له پرمختګ څخه ملاتړ کوی. دغه راز د بيا روغتيا، ښوونې، کار او ژوند په شمول برخو کې د ګڼ شمېر معيوبينو ستونزې لری کوی او د دوی د حقونو ساتنه کوی چې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ له برياليتوبونو څخه ګټې واخستلی شي. د معيوبينو چارو په اړه د چين تر لاسه شوی برياليتوبونه د نړيوالې ټولنې لخوا ستايل شوي دي. باور لرم چې د دغو ځانګړو لوبو په تر سره کولو سره به د چين د معيوبينو چارې ښه او ګړندی پرمختګ ومومي.

د اولمپيک د دغو ځانګړو لوبو په اړه د چين د لوبغاړو استازې ما يون لي په دغو مراسمو کې خپله خوښۍ څرګنده کړه او و يې ويل

زما نوم ما يون لي دی او ما د چين د معيوبو لوبغاړو په استازيتوب په مشال هر کلی کوم. ځانګړو لوبو موږ ته ډېرې خوښی او خوشحالی رارسولې ده. د ژوند رنګارنګ محتويات مو احساس کړي او زموږ پلارونه او ميندی هم زموږ په خوشحالۍ کې ګډون لري. موږ د ټولو له پاملرنې او مرستې څخه مننه کوو. څو ورځې وروسته به دغه لوبې پرانيستل شي، دا زموږ هيله ده او موږ به تر خپلې وسې پوری زيار وباسو.

د اولمپيک په تېرو ځانګړو لوبو کې د مشال ليږدول يوازی په کوربه هېواد کې تر سره کېدل، خو د سږنيو لوبو د مشال ليږدول د لومړۍ ځل لپاره په ګرده نړۍ کې تر سره کېږي چې په نړيوال پړاو او چينی پړاو ويشل کېږي. د سپتمبر په شپږويشتمه نېټه مشال د چين هاربين، دا ليان، شي ان او وو شي په شمول هغو يوولسو ښارونو چې د دغو ځانګړو لوبو د کوره توب دنده پر غاړه لري او د هانکانګ او مکاو د خاصی ادارې سيمو ته وليږل شو. د سپتمبر په اووه ويشتمه نېټه به په دغو يوولسو ښارونو او دوو سيمو کې د مشال د هرکلی او د منډی وهلو مراسم تر سره شول.