<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-02 19:20:33    
د چين د ګولف غوره ښځينه لوبغاړې جانګ نا

cri

د ٢٠٠٧ کال په پسرلي کې د جاپان د ګولف په ښځينه مسلکی ګرځنده اتلولی کې چينی لوبغاړې د لومړي ځل لپاره ګډون وکړ. له دريو مياشتو وروسته دغې لوبغاړې د کوبی ښار په سيالي کې لومړی مقام تر لاسه کړ او د جاپان او چين د ګولف لوبغاړو پاملرنه يې ورجلب کړه. د روان کال د سپتمبر تر دوهمی لسيزې پورې، دې د ګولف د اتلوالۍ په نورو دريو سياليو کې د سرو زرو ميدالونه تر لاسه کړل چې د جاپان په دريو ښارونو کې ترسره شوې. دغه لوبغاړې جانګ نا نومېږي او سږ کال يوازی پنځه ويشت کلنه ده. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د جانګ نا په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

جانګ نا د ٢٠٠٦ کال په پاي کې تازه د جاپان د ګولف په ګرځنده سيالي کې د ګډون اجازه تر لاسه کړه چې له امله يي د ګولف په نړيواله مسلکی سيالۍ کې لومړۍ چينی لوبغاړې ګڼل کېږي. ټولو ته معلومه ده چې دغه ګرځنده سيالی د امريکا د اتلولۍ له سيالۍ وروسته د ګولف په ساحه کې دوهمه لويه سيالی ګڼل کېږي. جانګ نا په دغه سيالۍ کې له ګډون راهيسی په تېرو اوو مياشتو کې شپږ اويا مليون او پنځه لکه جاپاني يوانه يعنی پنځه مليون او شپيته زره يوانه جايزې تر لاسه کړې. د جانګ نا لپاره چې له ٢٠٠٠ کال څخه يې د ګولف په زده کړې پيل وکړ، د برياليتوب

موخې ته د رسيدو لاره دومره اوږده نه ده په بله ژبه دې يوازی د اوو کلونو کوششونو له لارې داسی برياليتوب تر لاسه کړی دی چې نور لوبغاړي يې له لسوڅخه په زيات وخت کې تر لاسه کولای شي.

د جانګ نا روزونکی وی جينګ شنګ په چين کې د ګولف لوبې په هکله له لومړيو لوبغاړو څخه شميرل کېږي . دا په ٢٠٠٠ کال کې په بېجينګ کې د شلو هلکانو په دې ټولګي کې شامله شوه.

روزونکي وی جينګ شنګ وويل: جانګ نا تر نورو زده کوونکو ډېر زيات کوښښ کړی دی. دا لومړی د روزنې ډګر ته رسيده او تر نورو وروسته وتله.

د خوښۍ وړ ځای دا دی چې د جانګ نا کوښښونو ښه پايله تر لاسه کړه چې د هيواد پر غيرمسلکي او مسلکي سيالۍ برسيره يی په نړيوالو کوچنيو سياليو او د جاپان د ګرځنده اتلولۍ په سياليو کې اتلوالی وګټله چې دغه هدفونه ټول د روزونکي وی له خوا ټاکل شويدي. جانګ نا وويل چې ددې په باور د روزونکی پلان د پلي کولو په ترڅ کې پياوړی شوی دی.

د جاپان په کوبی ښار کې د جانګ نا له خوا د لومړی مقام له تر لاسه کولو وروسته د دغې اتلولۍ تشکيلاتي کميټې د لومړی ځل لپاره هغه دود مات کړ چې په سياليو کې د بريالی ګټونکي هيواد ملی بيرغ اوچت شو . نو د کوبی د سياليو په ډګر کې د لومړی ځل لپاره د چين پنځه ستورې لرونکی ملی بيرغ رپيده . له دې امله د چين د ګولف ټولنې جانګ نا ته د مبارکې پيغام ورکړ .

په جاپان کې د اتلوالۍ له ګټلو وروسته جانګ نا د خپل غوره تخنيک او ښې

رويې له امله ډېر مينه وال راجلب کړی دی. دغه راز جانګ نا د جاپاني نندارچيانو د ملاتړ ستاينه هم وکړه او و يې ويل چې د لومړی مقام له تر لاسه کولو وروسته جاپاني ننداچيانو په تودو چکچکو ورته مبارکی وويله. دوی ډېر مهربان نندارچيان دی او پر ما يي ډيره اغيزه کړېده . د جانګ نا په اند په دغه اتلولۍ کې ګډون کول د ګولف په نړيوالو سياليو کې د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره زمينه ورته برابره کړېده.

جانګ ناد برياليتوب د تر لاسه کولو تر څنګ شتمنه هم شوه. خو دا هيڅکله پيسو ته پاملرنه نه کوي. ددې يوازنی هيله دا ده چې د جاپان ، امريکا او نړۍ په اتلولی کې برياليتوبونه تر لاسه کړي.

د روزونکی وی له ټاکلي پلان سره سم جانګ نا بايد کوشش وکړي چې د دريو کلونو په اوږدو کې د امريکا د ګولف په ښځينه اتلولی کې ګډون وکړي او په راتلونکو پنځو کلونو کې په نړيوالی سياليو کې برياليتوب تر لاسه کړي. د روزونکی په هڅونه جانګ نا ډېر باور لري چې دغې موخې ته ورسيږی.

جانګ نا د چين په يوه عادي کورنۍ کې زېږيدلې او هيله لری چې په چين کې د ګولف يو ښوونځی جوړ کړي چې عام ماشومان د ګولف د زده کړې فرصت تر لاسه کړی شي او په چين کې د ګولف لوبې د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.