<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-02 19:17:24    
لاس انجلس د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د چين لوبغاړی د لومړی ځل لپاره د اولمپيک په دوبنيو سپورتي لوبو کې ګډون وکړ.

cri

د چين او اولمپيک سپورتي لوبو ترمنځ تړاو له ١٨٩٤ کال څخه پيل شو . په هغه وخت کې د يونان شهزاده او د اولمپيک د اوسنی سپورتي لوبو بنسټ ايښودنکې ليبارون پيري ده کوبرتين په ګډه د اولمپيک د سپورتي لوبو د کميټې په استازيتوب د چين د چينګ امپراطوری حکومت ته بلنه ورکړه . خو د سپورتي لوبو د نه پيژندنې له امله د چين د چينګ امپراطوری حکومت ځواب ورنه کړ. له ډېرو کلونو وروسته په ١٩٣٢ کال کې د چين لوبغاړيو د لومړی ځل لپاره په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړ.

د اولمپيک د لسمی دوری دوبنی سپورتي لوبې د ١٩٣٢ کال د جولای له ديرشمې نېټې نه د اګيست تر څوارلسمې نېټې پورې د امريکا په لاس انجلس کې تر سره شوې. چين د لومړی ځل لپاره د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د ګډون لپاره خپل لوبغاړی ورولېږه. نو له دې امله د اولمپيک دغه دوری سپورتي لوبې تل د چين په تاريخ کې يادېږي.

په دغو سپورتي لوبو کې يوازی يو تن چينی لوبغاړی برخه درلوده چې ليو چانګ چون نوميده او په هغه وخت کې د چين د دونګ بی پوهنتون يو زده کوونکی و او د لوبډلې يو تن مشر لاس انجلس ته ور سره ولاړ. د دغو سپورتي لوبو د پرانستلو په مراسمو کې ليو چانګ چون د چين د ملی بيرغ په اوچتولو سره ډګر ته

ننون ليو چانګ چون د سلو او دوه سوه مترو د ځغاستی په نارينه سياليو کې ګډون وکړ. هغه د سلو مترو د ځغاستی په مقدماتی سيالی کې څلورم مقام نيولی وو او د دوه سوه مترو د ځغاستی په سيالی کې يوازی شپږم مقام ونيو.

که څه هم ليو چانګ چون په دغو دوو وروستيو سياليو کې د ګډون حق تر لاسه نه کړ، خو نوم يې د چين په تاريخ کې يادېږي. په هغه وخت کې په امريکا کې چينی اوسيدونکو او خارجی تابعيت لرونکو چينايانو په شوق او مينې ورته چکچکې وکړې. په دغو سپورتي لوبو کې د ليو چانګ چون ګډون د چين او اسيا په سپورتی تاريخ کې مهم رول لوبولی دی.

په لاس انجلس کې د لسمی دوری اولمپيک لوبو ټولې سيالی په شپاړلسو ورځو کې تر سره شوې او برياليتوب يې تر لاسه کړ. نو تر هغه وروسته د اولمپيک نړيوالې کميټې پريکړه وکړه چې له دغو سپورتې لوبو څخه په راتلونکې کې به د اولمپيک لوبو موده له شپاړسو ورځو څخه نشی زياتېدای.