<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-03 17:37:02    
د ماشومانو د روزنې په هکله ځيني وړانديزونه

cri

زمونږ په کورني ژوند کی تل داسې ليدل کيږي چې کله ماشوم بی دليله ژاړی يا د مور او پلار خبره نه منی، نو مور او پلار يې د خطرناکو حيواناتو يا کومی ويرونکی څيری په يادولو سره ويروی چې ماشوم د دوی خبره ومني. په دغه کار سره که څه هم په ښکاره ډول ماشوم ارامېږي، خو روحياتو ته يی سخته ضربه رسېږي. ځکه چې د ماشوم د ماغزو دومره وده نه وي کړې، نو دغه ډول سخته ويرونه او ګواښنه د دوی پر زړونو او ماغزو باندی درنه تماميږي. تاسو خو پوهيږي چې ماشوم هسی هم په وحشت کی وی، دوی له توری شپی ويريږي، ناڅاپي لوړ اواز يی لړزوی او په ځانګړی او تياره کوټه کی يی خوب ګډوډ او نا ارامه وي، نو که له دی ټولو سره سره بيا هم د لوبو او ساتيری په وخت کی د مشرانو له خوا وګواښل شی او د بلا او نورو وحشی حيواناتو په يادونه وويرول شي، نو روحيات به يی سخت کمزوری شي او وجود به يی وده ونه کړی، تل به ژاړی او حتی د شپی به له ويری نه په خوب کی ټوپونه وهی، نو پلار او مور بايد دې خبرې ته ډېر پام وکړي او خپل ماشومان نه ويروي. ٠

ځينی ميندی او پلرونه دا عادت لری چې کله يی ماشومان ښه درس نه لولی يا په بهر کی له نورو ماشومانو سره جنګ او جنجال کوی يا پلار او مور ته ستونزې رامنځته کوی، نو پلار او مور يې د ډوډی خوړلو په وخت کې ماشومانو ته لکچر ورکوی، ورباندی غصه کيږي يا يی وهی. په دې وخت کی د ماشوم طبعيت زيانمن کېږي او د ډوډی خوړلو لپاره يی مينه او خوښی په ژړا او غم بدلېږي. دغه عملونه د ماشومانو د صحت لپاره زيانمن دی، کله چې يو ماشوم د ډوډی خوړلو په وخت کی په ژړا پيل

کوي، د دی ويره شته چې د وريژی دانه او يا د اوبو غړپ د ماشومانو په وچه غاړه لاړ شي او له سخت خطر سره يې مخامخ کړي. که په داسی حال کی پلار او مور د ډوډی د بيا خوړلو لپاره پر ماشوم باندی زور راوړي، نو پايله به يې دا وي چې د ماشوم په معده کی ډوډی پوره نه شي او ماشومان به ورو ورو د هاضمی په ناروغيو اخته شي.

بله خبره دا ده چې مونږ ټول پوهيږو چې د لمر وړانګی د انسان د ژوند لپاره ډېرې اړينې دي. نو د وړوکی ماشوم د ودی لپاره د لمر وړانګی هم ډيری مهمی دی، خو د پاملرنې وړ خبره دا ده چې نوی زيږيدلی ماشوم بايد له يوې مياشتې وروسته د لمر وړانګو ته پری ايستل شي او دغه وخت بايد ورو ورو اوږد شي. په عمده توګه د جنوری او فبروری په مياشتو کی هره ورځ د غرمی په وخت کی کولی شي چې وړوکی ماشوم په کوټه کی د يو يا دوو ساعتو لپاره د لمر تر وړانګو لاندی پرېښودل شي. په نورو مياشتو کی بايد دې ته پام وشي چې د سهار له لسو بجو مخکې او د غرمی له دريو بجو وروسته وړوکی ماشوم د لمر وړانګو ته پری نه ږدئ. د ژمی او د پسرلی په سر او د منی په پای کی به ښه دا وی چې د يو کال يا زيات او کم عمر ماشوم په بهر کی د لږ وخت لپاره د لمر تر وړانګو لاندی يرېږدئ! البته په داسی وخت کی چې زيات باد ونه لګيږي. ٠

په دوبی کی که د لمر وړانګی ډيری تيزی وی، يايد ماشوم په سيوری کی وي. بله خبره دا ده چې ماشوم د ډوډی له خوړلو وروسته د لمر وړانګو ته پری نه ښودل شي او دغه راز هغه ماشوم چې صحت يی کمزوری وی، د ډير وخت لپاره د لمر تر وړانګو لاندی مه ساتئ. ٠