<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-03 19:55:43    
په ګوي جو ولايت کې د فوسفور کان د استخراج ترڅنګ د چاپيريال ساتنې لپاره هڅه

cri

د چين په جنوب لويديز ګوي جو ولايت کې د فسفور زيات کانونه شته . له وروستيو کلونو راهيسې ځايي تصديو د فوسفور کانونو د استخراج تر څنګ د چاپيريال ساتنې لپاره زيات هاند او کوشش کړی . د دغه ولايت د هونګ فو شرکت د چين د معدني سرو له توليدولو له پنځو لويو اډو څخه شميرل کيږي چې په عمده توګه فسفات أمونياک توليدوي او دغه ډول سرې د هيواد دننه او بهر ډير شهرت لری.

خو پخوا د زياتو اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو په بدل کې چاپيريال ته ډيره ککړتيا رسېده . د نوموړي شرکت د فسفات أمونياک توليدولو فابريکې مشر يان يي وويل چې پخوا د فسفات أمونياک د توليدولو په بهير کې د فوسفور او أمونياک په شمول زهرلرونکي ګازونه هوا ته وتل چې له امله يي پر ځايي چاپيريال باندي بده اغيزه اچوله . ده وويل پخوا د بدني معاينې په وخت کې زيات شمير کارګران په تنفسي ناروغيو اخته شوي وو . برسيره پردې د فابريکې په څنګ د سيند په اوبو کې د امونياک او ازت انډول د زياتوالي له امله نباتات ډير زيات وو چې په پاي کې د کبانو د مړه کيدو سبب وګرځيد. خو نن ورځ د هونګ فو د فابريکې چاپيريال بالکل بدل شوی دی . په فابريکه کې ډيرې ونې ايښودل شوي ، په کوچنی حوض کې په سلګونو طلايي کبان دې خوا ها خوا لامبو وهی او سختې دوړې نه ليدل کيږي او بد بوي تر پوزې نه راځي ، حتی د ماشينونو غرهارهم نه تر غوږو کيږي .د نوموړې فابريکې د مشر مرستيال ښاغلي لي جې جيان په وينا فابريکې د فوسفور او أمونياک ګازونو کارولو لپاره له سي چوان پوهنتون سره نژدې همکاری وکړه چې له امله يي د أمونياک ګازو

د وتلو اندازه او د انرژۍ لګښت کم شوی دی.

ده وويل زموږ شرکت د چاپيريال ساتنې ته ډير ارزښت ورکوی . وګوره زموږ په فابريکه کې کرل شوي ګلان او واښه ټول د استعمال شويو اوبو لخول خړوبېږي

د هونګ فو شرکت نه يوازی چاپيريال ته د فوسفور او أمونياک د ککړتيا مسئله حل کړېده ، بلکې اوس هره ورځ درې لکه يوانه اقتصادي ګټه ترې اخلي .دغه راز شرکت له ګوي جو پوهنتون او نورو علمي سازمانونو سره په همکارۍ د فوسفور له معدني ډبرو څخه د نورو ګټورو توکيو لاس ته راوړلو تکنولوژۍ خپله کړېده .اوس مهال د أيوډين د لاس ته راوړلو صنعتي وسايل د جوړيدو په حال کې دي چې هر کال سل ټنه أيوډين ورڅخه اخيستل کيږي او دا هم په نړۍ کې د فوسفور له معدني ډبرو څخه د أيوډين تر لاسه کولو لومړی وسايل دي . د هونګ فو شرکت د مديره هيات مشر هه هاو مينګ وويل زموږ موخه د سرچينو ټولټال کارونه ده په بله ژبه زموږ په فابريکه کې يوازي معدني سرې توليديږي او هيڅ فاضل توکي ، ګازونه او اوبه نه رامنځته کيږي .

په چين کې د فوسفور زيرمه په نړۍ کې دريم ځای نيسی ، که څه هم زيرمه هم زياته ده ، خو کچه يي ټيټه ده . د ښاغلي هه هاو مينګ په وينا د هونګ فو شرکت تر کنترول لاندی سرچينې د سلو کالو لپاره استخراجيږي ، خو د سرچينو د پر له پسې کمښت په حال کې د صنعتي سيالۍ تود ټکی دا دی چې څوک به د سرچينو د مثبتې کارونې په ساحه کې بريالی شی . ښاغلي هه هاو مينګ وويل دا سم نظر نه دی چې د غني سرچينو په درلودلو سره کولای شو چې له حده زيات کارواخلو ځکه چې دا د هيواد ، ټولنې او راتلونکو نسلونو لپاره نامسئولانه چلند دی . د هونګ فو شرکت په چين کې

د فوسفور تر ټولو لوی غرونه لری چې زيرمه يي شپږ سوه مليونه ټنه دي . د ټيټې کچې فوسفور د کارولو تکنولوژۍ د خپلولو له امله د فوسفوري توکيو د استخراجولو کلونه نور شل کاله اوږديږي . له وروستيو کلونو راهيسې دغه شرکت د معدني ډبرو د استخراج ، چمتوالي ، د فسفاتو توليد او چاپيريال ساتنې په ساحو کې لس کليدې تکنولوژۍ او د دغو تکنولوژيو د ملکيت حق يې خپل کړي او د هيواد د فوسفوري کانونو د عمومی کارونې په څيړنيزه ساحه کې يي ستر خدمتونه ترسره کړيدي.

.