<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-03 20:32:09    
د هانګ کانګ د تاريخي موزيم مشر مينګ جي چوان

cri

هانګ کانګ د چين او لويديځې نړۍ د کلتورونو ترمنځ د يوځايښت ځاي ګڼل کيږي ٠ د هانګ کانګ کلتوري موزيم او تاريخي موزيم د هانګ کانګ د تاريخ او کلتور د څرګندولو يوه مهمه کړکۍ ده ٠ پنځوس کلن ښاغلي مينګ جي چوان په وار سره د هانګ کانګ د دغو دوو مهمو موزيمونو د مشر په توګه دنده پر غاړه اخيستي او لا يي لري ٠

ښاغلي مينګ جي چوان په هانګ کانګ کې زيږيدلې او په دغه ښار کې د تاريخي پوهنې په برخه کې د ليسانس درجه تر لاسه کړې٠ هغه وويل چې له اوږدې مودې راهيسي ټينګ باور لرم چې تاريخي پوه ډير ارزښت لري ٠ د يو سړي په توګه بايد د تاريخ په باب زيات معلومات ولري چې دا د ټول عمر له پاره ګټور دي ٠ ښاغلي مينګ جي چوان له پوهنتون څخه له فارغيدو وروسته لومړي د هانګ کانګ د تاريخي أثارواو د لرغون پيژندنې په دفتر کې د هانګ کانګ د اړوندو تاريخي أثارو د ساتنې په هکله کار کاوه ٠ له وروستيو کلونو راهيسي په هانګ کانګ کې د تاريخي أثارو د ساتنې کارونو ته يي زيات پام شوي او دغه دفتر تر پخوا لا پراخ شوي دي ٠ دغه راز د تاريخي أثارو په هکله د هانګ کانګيانو پاملرنه هم ډيره زياته شوې ده ٠ ښاغلي مينګ جي چوان وويل چې په دي وروستيو کلونو کې په تيره بيا په تيرو اووه يا اتو کلونو کې په هانګ کانګ کې د تاريخي او لرغونو أثارو د ساتنې چارو چټګ پرمختګ کړي او په دي هکله د هانګ کانګيانو مفکوره هم لوړه شوې ده

٠ د زياتو وګړيو په أند ځيني زړې پخواني ودانې رښتيني ارزښت لري چې د تير شوي تاريخ استازيتوب کوي او د خلکو يادونه ساتلي شي ٠

په ١٩٩٥ کال کې د هانګ کانګ د کلتوري موزيم په جوړيدو پيل او له پنځو کلونو وروسته په رسمي توګه پرانستل شو او پکې د تاريخ ، هنر او کلتور په ګډون زيات اړوند أثار ښودل شوي دي ٠ د ښاغلي مينګ جي چوان په أند د چين له پخوانې زمانې راهيسي لويو بدلونونو او د چين او لويديځ نړۍ ترمنځ د اړيکو په هکله د مهاجر ښار په توګه هانګ کانګ خپل ځانګړي کلتوراو تاريخ او د د هانګ کانګ ځانګړتياوې ساتلي ٠ په ٢٠٠٧ کال کې ښاغلي مينګ جي چوان د هانګ کانګ د تاريخي موزيم د مشر په توګه وټاکل شو ٠ دغه موزيم په ١٩٦٢ کال کې جوړ شو او په دغه ښار کې يي تاريخ تر تولو نه لرغوني دي ٠ په دغه موزيم کې د شپږ زرو کلونو مخکنيو أثارو په ګډون د هانګ کانګ د بيلا بېلو برخو تاريخي او کلتوري ارزښت ناک أثار نندارې ته ايښودل شوي دي ٠ ښاغلي مينګ جي چوان هيله لري چې تندارچيان د دغه موزيم د نندارې له لارې د تاريخ ، کلتور او نورو بېلا بېلو برخو څخه په هر اړخيزه توګه د هانګ کانګ په باب زيات معلومات تر لاسه کړي ٠ ښاغلي مينګ جي چوان وويل په حقيقت کې هانګ کانګ لا پخوا د چين د شمالي خوا د کډوالو مهاجرينو موخه وه ٠په تيره بيا په تيرو څه د پاسه سل کلونو کې هانګ کانګ د چين او د بهرنيو هيوادونواو سيمو ترمنځ د کلتوري تبادلې له پاره ډير مهم رول لوبولي دي ٠ مونږ هيله من يو چې هانګ کانګيان يا بهرني سيلانيان د هانګ کانګ د پخواني تاريخ ، کلتور او نورو بېلا بېلو برخو په هکله زيات معلومات ترلاسه کړي ٠

ښاغلي مينګ جي چوان اوس دا پلان لري چې د هانګ کانګ د کلتوري موزيم له نوي زرو ارزښناکو قديمي او تاريخي أثارو څخه په استفادې سره د هيواد د سترې برخې له شانګهاي او ګوان جيو ښارونو سره خپل منځي تبادلې پياوړي کړي ٠ ځکه د تاريخي لاملونو له امله شانګهاي او ګواجيو ښارونه له هانګ کانګ سره درې ګډ ټکي لري چې د تاريخي لاملونو له امله ډير پخوا يي له لويديځې نړۍ سره اړيکې درلودې ، د نورو سيمو په پرتله يي اقتصاد پرمختللي او کلتور يي سمسور ښکاري ٠ پرته له دغو ښارونو څخه د هانګ کانګ د دغوموزيمونو د سترې برخې د نورو ښارونو د موزيمونو ترمنځ اړيکې هم ښې دي ٠ ښاغلي مينګ جي چوان وويل چې د بيجينګ لوي موزيمونه لکه د بيجينګ د پلازمېنې موزيم ، د دولت موزيم او نور موزيمونه له مونږ سره ډيرې ښې اړيکې لري ٠ کله کله د هانګ کانګ وګړي په نيکمرغۍ سره د چين د دغوموزيمونو د لومړې کچې لرغوني ارزښت ناک تاريخي او کلتوري أثارونه هم ليدلي شي ٠