<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-04 18:08:12    
په نړۍ کې تر ټولو اوږد پل

cri

بحرين يو کوچنی هېواد دې چې د بحرين ټاپو او له نورو وړوکو ټاپوګانو څخه جوړ شوی ٠ که څه هم د بحرين او سعودی عربستان تر منځ واټن ډېره لنډ دی، خو په منځ کې د عرب بحيره پرته ده، نو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تګ را تګ لپاره مشکلات موجود وو، د ١٩٨١ کال له سپتمبر څخه له بحرين څخه تر سعودی عربستان پوری د سمندر دپاسه پل د جوړولو پروژه پيل شوه او د شپږو کالو له زيارونو وروسته د دوستۍ په نوم دغه ډېر اوږد پل په رسمی توګه په کار ولويد چې عمومی اوږدوالی يی پنځه ويشت کيلو متره دی٠ د پل په منځ کې د يو نيم متر په پلنوالی جلا کيدونکی کرښه ليدل کيږی او د کرښې په دواړو خواوو کې څلور څلور موټرونو تګ را تګ کولی شی، بر سيره پر دی د دوو اعشاريه اوه څلور مترو په پلنوالی د موټرو لپاره يوه بيړنۍ لار هم لری٠ په دغه اوږد پل باندی د دوه ديرشو ټنو په ظرفيت لويی لاری او د پل لاندی د يو نيم سلو مترو په پلنوالی لويی بيړۍ تيريدای شی٠

دغه اوږد پل د خليج په سيمه کې ډېره لويه پروژه وه او اوه څلويښت زره ټنه فولاد، يو سلو شپيته زره ټنه سمينت ، دری لکه پنځوس زره مکعب متره کانکريت، اوه مليونه اوه لکه اويا زره مکعب متره شګی او دری مليونه يو لکه څلويښت زره مکعب متره کريړ چې عمومی قيمت يی يو مليارډ امريکايی ډالرو ته رسيږی کارول شوی دی ٠ د دغه پل په بشپړيدو سره بحرين او سعودی عربستان سره يو ځای شوی دی او د بحرين د منابعود استخراج، د بحرين لپاره په صادرولو او واودولو کې د ترانسپورتی لګښت د کمښت او د خليج د هېوادونو ترمنځ د سوداګريزی اړيکيو د ټينګتيا لپاره ډېر ستر رول لوبوی٠

د شمېرنی له مخې، هره ورځ له پنځو زرو څخه تر لسو زرو پوری موټرونه له دغه پل څخه تيريږی او هر کال تقريبأ دوه دری لکه تنه سيلانيان د خليج له بېلا بېلو هېوادونو څخه د سفر لپاره بحرين ته ځی او بحرين اوس د خليج په سيمه کې يو مشهور توريستی ځای ګرځيدلی دی٠