<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-05 17:46:17    
د بريتانوي بيزوګانو پادشاه:

cri

د بهرنيان په چين کې د پروګرام خوږو او عزتمندو اوريدونکو زما خوشحال تايب نېکې هېلې او سلامونه ومنۍ،هيله ده چې د ژوند په ټولو چارو کې بر لاسي اوسئ.په همدې هيله راځو د ننني پروګرام وړاندې کولو ته :

د تېر مني په يوه ورځ تر غرمې وروسته د بيجينګ د هونګوانګ ګايلد په تالار کې د اوپيرا يوه ځانګړې ننداره ترسره شوه،د غفار پيروزار تر لارښونې لاندې يوې ډلې بهرنيو لوبغاړو او ګڼ شمېر چينايي نارينه او ښځينه لوبغاړو د بيجينګ سيمه ايزا اوپيرا ترسره کړه،چې نوم يې د بيزوګانو پادشاه د قهر او غضب غچ په آسمان کې اخلي وو،هماغه مهال د دريځ يا ستيژ پر سر دوه تنه ماشومان د خپل ښوونکي په مرسته د بيجينګ د اوپرا پر زده کړه بوخت ليدل کيدل،غفار له مخکې څخه دوي ته د بيزو په شان جامې ور په تن کړې وې،او په آينې کې تر ليدلو مخکې يې د دوی پر مخونه انځورونه ايستلي وو،مخکې دوې پدې هکله ډېره تياري نه وه لېدلې.

غفار د زياتره بهرنيانو او يو شمېر چينايي لوبغاړو څخه په موسکا ليدنه وکړه،له مخکې او بيا وروسته هم هغه د اوپيرا ترسره کوونکيو لوبغاړو ته معلومات ورکول،په تېره بيا هغو کسانو ته چې د بيجينګ د اوپېرا په هکله يې معلومات لږ وو،چې هغه مهال دده په خبرو سره د سچوان د اوپېرا د لوبغاړو په څېرو کې څرګند بدلون ليدل کيده.

د غفار له خبرو سره جوخت چې ويې ويل:أسمان زما پلار او ځمکه زما مور ده،د بيزوګانو پادشاه نړۍ ته راغی،نو دغه اوپېرا هم ورسره پيل شوه،زاو وانجين چې د اوپېرا ډول وهونکی دی او د شاوخوا لسوکلونو راهيسې يې له غفار سره کار کړی دی وايي،مخکې تر دې غفار هيڅکله هم داسې پيل نه وکړی چې دا دده لپاره هم د حيرانتيا وړ خبر وه،زاو زياتوي يواځې د يوې اونۍ په ترڅ کې لوبغاړو ته ځينې لارښونې وشوې او دوي پخپله د اوپېرا لپاره تياري نيوله،که څه هم زاو له دوي سره مرسته ونکړه خو انديښنه يې درلوده چې ښايي ځينې نندارې سمې ترسره نشي او لوبغاړي په پاي کې برياليتوب تر لاسه نکړي،ښايي د زاو دغه انديښنه پر ځاي وه،ځکه د اوپېرا وړاندې کوونکي له بېلابېلو هېوادونو څخه راغلي کسان وو،او د څه مودې راهيسې يې د بيجينګ اوپېرا په هکله معلومات ترلاسه کړي و،او ځينې کسان خو يې تازه بيجينګ ته راغلي وو،او په چيني ژبه يې خبرې نشوای کولې،خو غفار دوی وهڅول چې د دريځ يا ستېژ سرته ولاړ شي،هغو کسانو ته يې اجازه ورکړه چې که سندرې ويلای شي،يا هم د دريځ پر سر کوم رول لوبولای شي،نو دوی کولای شي د نندارې وړاندې کولو پر مهال له انګليسي ژبې څخه هم ګټه واخلي.که څه هم له مخکې څخه په انګليسي ژبه د نندارې د وړاندې کولو په هکله په پوره توګه تصميم نه وو نيولی شوی.او هلته يواځې ځينې چيني ليکې وې،کله چې چيني لوبغاړي د دريځ سرته راغلل او دکب سرتيري او لړم جنرال تر نامه لاندې يې ننداره وړاندې کوله،دوي ته به تل پاتې خاطرې پر ځای پريږدي،د بېلګې په توګه يو يو تن د ستيژ سر ته ولاړل او سندرې يې ويلې،او د بيجينګ د اوپېرا تر څنګ يې د سچوان اوپېرا هم وړاندې کوله،او عصري نڅاوې يې کولې،په لمړي کتار کې د منځني عمر لرونکي يو تن استراليايي وويل زه ددغې نندارې په کيسه ښه پوه شوم،که څه هم په بيلابيلو ژبو ترسره شوه،او وايي دا يې لمړی ځل وو چې د بيجينګ له اوپېرا څخه يې ليدنه وکړه،خو دی پرې پوه شو،او د لوبغاړو ستاينه يې وکړه.غفار دا مني چې ده د بيجينګ د اوپېرا يو عنصر ته بدلون ورکړی دی،هغه وايي بايد د ليدونکو او اوريدونکو د پاملرنې د راجلبولو لپاره مې داسې يو کار کړای وای،او د هغه کار لپاره يې بايد د عصری او دوديزو اوپېراګانو تر منځ يو پل هم رامنځ ته کړای وای،نو ځکه مې د يو شمېر بهرنيانو په ګډون د بيزګانو د پادشاه اوپېرا ترسره کولو ته پام شو،خو اصلي برخه يې د بيجينګ دوديزې اوپېرا جوړوله.

غفار وايي دا هغه څه ووچې موږ په امريکا کې هم ترسره کړی وو،او موږ هلته له ډېرو لوبغاړو سره دا شان لوبې ترسره کړې وې،پدې وروستيو وختونو کې غفار زاو او ددوی يو شمېر نورو ملګرو د امريکا په متحده أيالاتو کې له ديارلسو پوهنتونونو او ديرشو ښونځيو څخه ليدنې وکړې،چې د هغوی لوبغاړي او لکچرونه يې ډېر وستيا،.او لمړی ځل هم وو چې غفار هغوي ته د بيجينګ د اوپېرا په کله معلومات ورکړل.

اوس بهرني اوريدونکي د هغه لمړنۍ موخه دي،خو هغه دا احساس کړې چې دا به ستونزمنه وي چې هغوي دغه بازار ته راوبولي،هغه وايي د سيلانيانو زياتره ډلې چې بيجينګ ته راځي نو د سيلانۍ چارو له اداري نماينده ګيو سره اړيکې ټينګوي،او هغوي مخامخ د بيجينګ اوپېرا ليدلو ته بيايي،نو زه يواځې هغو بهرنيانو ته لاس رسی لرم چې په خپله او يواځې توګه بيجينګ ته راغلي وي.

غفار په ١٩٩٣ کال کې بيجينګ ته راغی او هغه مهال يې د کمپيوټر د يو ماسټر په توګه دنده ترسره کوله،او په چيني ژبه دومره نه پوهېده،وروسته د بيجينګ له اوپېرا سره أشنا شو،او په کلک هوډ سره يې د هغې زده کړې او پرمخ بيولو ته دوام ورکړ،زاو وايي اوس زياتره چينايان غفار پيژني او هغه د رولونو په ترسره کولو کې هم ډېر تکړه دی،په تېره بيا د بيزوګانو د پادشاه رول په ښه توګه ترسره کولی شي،

د بهرنيان په چين کې د پروګرام عزتمندو اورېدونکيو نننی پروګرام په همدې ځای پاي ته رسيږي،نو خپل کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ،د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو پاک او مهربانه خدای سپارم،ښاد او أباد اوسئ.