<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-05 17:56:31    
د المان په برلين کې د شينجيانګ کلتوري فستيوال

cri

کله چې د شينجيانګ نوم په خوله ياد شي، نو خلکو ته سپين غرونه، صحراوې، خټکی او اويغوري ځوانان چې په نڅا کولو او سندره ويلو کې تکړه دی، تر سترګو کېږي. د شينجيانګ کلتوري فستيوال د سپتمبر په ٢٤ نېټه د المان په برلين کې پرانيستل شو. د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه فستيوال په اړه څه معلومات درکړم.

---غږ ١---موسيقی

د شينجيانګ د ښکلی موسيقی په غږولو سره د شينجيانګ کلتوري فستيوال په برلين کې د چيني کلتور په مرکز کې پرانيستل شو. دغه فستيوال د شينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکې سيمې د حکومت، د چين د دولتی شورا د مطبوعاتی دفتر او د برلين د ښاري شورا له خوا په ګډه جوړ او د سپتمبر له ٢٤ نېټې څخه تر ٢٩ نېټې پوری په برلين او فرانکفورت کې تر سره شو.د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکی سيمې حکومت د مطبوعاتی دفتر مشرې مېرمن هان مين وويل:

---غږ ٢---شينجيانګ په هېواد کې يو ښکلی او شتمن ځای دی. خو د اروپا او امريکا وګړي د دغه ځای په هکله زيات معلومات نه لري.په شينجيانګ کې ډول ډول کلتورونه او رسمونه ليدل کېږي. روان کلتوري فستيوال د رښتنی شينجيانګ انځور او د دغې سيمې د بېلابېلو توکمونو د ژوند نښه ده .هيله من يو چې لا زيات نندارچيان نننی شينجيانګ وپيژنی او خوښ يي کړي.

شينجيانګ د چين په شمال لويديځ کې پروت دی او پراخوالی يي له نورو ولايتونو يا خپلواکو سيمو څخه زيات دی. په دې سيمه کې شل مليونه تنه اوسيږي او ملي لږکي يي د ټولو نفوسو په سلو کې ٦٠ برخه نيسی. د زياتو قومي کلتورونو يوځايښت د شينجيانګ يوه ځانګړتيا ده . له دې امله د برلين ښار يو لوړ پوړی چارواکي ښاغلي يلريچ کرېس وويل:---غږ ٣---

په شينجيانګ کې ډول ډول کلتورونه او بېلا بېل قومونه ليدل کېږي. د وګړيو ژوند او نظرونه توپير لري، خو دوی په يو کورنۍ کې يو هوسا ژوند کوي. دا زما لپاره ډېر عجيب او پلټونکی دی. نو زه غواړم چې شيجيانګ ته سفر وکړم.

شينجيانګ د لوېديځ او منځنی أسيا او اروپا ترمنځ د معلوماتو او سوداګرۍ يو پل ګڼل کېږي. د چين له اصلاحاتو او ورخلاصون راهيسی په شينجيانګ کې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. تېر کال د دغې سيمې د کورنيو توليداتو ارزښت له ٣٠٠ ملياردو يوانو څخه زيات شوی و. بر سېره پردی په دغه سيمه کې د بېلا بېلو قومونو د وګړيو مذهبي أزادي په پوره توګه تأمين شوې ده.د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکی سيمې د مشر مرستيال نور باکری وويل:

---غږ ٤---په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو وګړي مذهبي أزادي لري. په شينجيانګ کې هيڅوک د مذهبي عقيدې له امله له سپکاوي او نا برابرۍ سره مخامخ نه دی. بېلا بېل مذهبي فعاليتونه د قانون له خوا محفوظ دی.

د چين او المان ترمنځ د کلتوري تګ راتګ په پياوړتيا سره ډېرو المانيانو د چين په اړه ډېر معلومات تر لاسه کړي او يو شمېر يې له بېجينګ ، شانګهای او نورو

ښارونوت څخه ليدنې کړي دي. خو د زياتو المانيانو لپاره شينجيانګ يو نااشنا او مرموز ځای دی. د المان د دريسدن ښار د ملی موزيم مشر مارتين روس يو له دوی څخه دی. ده وويل---غږ ٥---

د عکسونو په نندارتون کې يو ډېر ښکلی شينجيانګ ليدل کېږي او ورڅخه د دغې سيمې د وګړيو د ژوند مينې څرګندېږي. د دغې سيمې طبيعي منظرې او کلتورونه ډېر زړه وړونکی دی. هيله لرم چې دغې سيمې ته ژر سفر وکړم.