<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-05 17:58:30    
داڅاجا: د وان که د څړ ځايونو زوی دی

cri

زه د وان که په څړ ځايونو کې د مالدارانو زوی يم ، د وطن وروسته پاتی حالت او د وګړيو سخت ژوند زما په زړه کې د انديښنی او درد وړ ګرځيدلی دی . کله مې چې پوځی دنده پای ته ورسوله ، هوډ می وکړ چې د وګړيو پر غاړه د بی وزلی بار ليری کړي . د چين د کمونست ګوند د استازيو اوه لسمې غونډې استازی او د چينګ های ولايت د تونګ ده ولسوالی د وان که کلی د ګوندی مشر مرستيال داڅاجا د خپلو ١٣ کلونو کوششونو او خدمتونو له لارې د دغه ځای په شتمنی او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی .

کله چې زمونږ خبريال داڅاجا وکوت ، له کليوالو سره يوځای د کلی د اساسی ابادۍ په کارونو بوخت و .

دغه ديوالونه په تيرو کلونو کې د باد ، باران او لمر وړانګو له امله له زيانېدو وروسته اوس بی کاره شوی دي . اوس يی پر ځای ونې ، واښه او ګلان کښينوی چې له مخی به يی چاپيريال ډير ښه شی . داڅاجا همدغه خبره وکړه .

د ١٩٩٤ کال په اګيست کې ښاغلی داڅاجا چې په پوځ کی يی ٢٥ کاله تير کړی وو ، د ډګروال درجې ته لوړ شو . په هغه وخت کې پوځ د سرتيريو شمير کمولو کار ترسره کاوه او د ده پر وړاندی دوه غوره والی وو : لومړی د يوې اندازې پيسې په ترلاسه کولو سره د پوځ له خوا په ښار کې يو ښه کار پر غاړه اخلی . بله غوره والی دا و چې خپل وطن ته ولاړ شی . د ده ټاټوبی د چينګ ځانګ لوړې په دننه برخه کې پروت دی چې د سمندر له سطحې څخه څه دپاسه ٣٣٠٠ متره لوړ دی . په دغه کلی کې مالداران

پر مالدارۍ د اتکا ژوند کاوه او د هر کس په سر کلنی عايدات يوازی څه ناڅه ٦٠٠ يوانه و . په هغه وخت کې د دغه کلی مشر ناروغ و او يو برابر سړی نه و چې د دغه کلی مشرۍ پر غاړه

واخلی .

په ١٩٩٤ کال کې د وان که د څړ ځايونو په ښکلی موسم کې داڅاجا يوه پريکړه وکړه چې خپل وطن ته ولاړ شی . د راتلونکی کال په پسرلی کې ښاغلی داڅاجا د دغه کلی مشر شو .

د ښاغلی داڅاجا په مشرۍ په دغه کلی کې د خښتو د جوړولو يوه فابريکه جوړه شوه او د پوځی دندې له پای ته رسولو څخه ترلاسه کړې ١٥٠ زره يوانه پانګه يی هم په دغه فابريکه کې ولګوله .

د ١٣ کلونو د کوششونو له امله د دغه کلی بڼه ډيره بدله شوې ده . اوس دغه کلی ته د تيليفون کرښې غځېدلې دی ، د سټلايت د سيګنل د منلو مرکز جوړ شوی ، کلتوری مرکز ، کلينيک او نوی کورنه هم اباد شوې دي . دغه راز کليوال هم د نالونو اوبه هم څښلی شی . اوس دغه کلی په خپله ولسوالی کې لومړی کلی ګرځيدلی دی چې مالداران پکی دايمی استګنځی لری او د اوبو ، بريښنا ، سړکونو ، تيليفون او تليويزيون شبکې هم پکی پرانيستل شوې دي . په ٢٠٠٦ کال کې د دغه کلی د هرسړی په سر کلنی عايدات د ١٩٩٥ کال له ٦٠٠ يوانو څخه ٢٨٠٠ يوانو ته لوړ شوی دی .

دغه ښه بدلون د ښاغلی داڅاجا په مشرۍ ترسره شوی دی . هغه د وان که د څړځايونو ښه زوی دی او د کمونست ګوند يو ريښتينی غړی دی . د دغه کلی يو اوسيدونکی جوځای د دغه ځای د خلکو ګډ اواز څرګند کړی دی .