<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-05 18:02:57    
د شينجيانګ په جنوب کې کوچنی ښار هه تيان

cri

د چين د سينجيانګ د ويغوري قوم په خپلواکه سيمه کې چې د چين په شمال لويديځ کې پروت دی يو کوچنی ښار شته چې هه تيان نوميږي ، د هه تيان ښار ډير پخوا د وريښمينې لارې په اوږدو کې يو مهم ځای و ، په عين وخت کې د هه تيان يشمي ډبرې په چين کې حتی په نړۍ کې هم شهرت موندلی دی ٠

د هه تيان کوچنی ښار د شينجيانګ په جنوب کې پروت دی ، په دغه ښار کې زياتره اوسيدونکي له ويغوري قوم سره تړاو لري ، او پر اسلامي دين باندې عقيده لري ، خو پخوا هه تيان په چين کې د بودايي دين ابتدايي مرکز و ٠ د تاريخي اسنادو سره سم خه تين د هند څخه چين ته د بودايي دين د راخپرولو لومړی ځای و ، تقريبأ د ميلاد نه د لومړي پيړۍ مخکې بودايي دين له هند څخه هه تيان ته راخپور شو ، په هغه وخت کې په هه تيان کې د بودايي دين د پراختيا له امله د هه تيان نژدې ټولو خلکو په بودايي دين باندې عقيده درلوده او زياتو مشهورو بودايانو په دغه ځای کې بودايي علم خپورکړی و ٠ نن او سبا د هه تيان په کوچني ښار کي ﻻهم زيات بودايي ساختماني وداني هم ليدل کيږي ، له ځمکو څخه راايستل شوي بودايي کلتوري او هنري اثار چې که څه هم زر کاله پدی تيرشوي دي دا ثابته کړې ده چې هه تيان پخوا د يوه بودايي مرکز په توګه شميرل کيده ، ميرمن دوان لي چې په هه تيان کې يې زيات کلونه ژوند کړی دی وويل د هه تيان په شاوخوا کې د نيا په نامه د يوه پخواني کوچنی ښار کنډوالې شته ، ددغه ښار نوم ٢٢٠٠ کاله دمخه په اسنادو کې ليکل شوي و ٠ د نوموړي ښار د کنډوالو پراخوالی تقريبأ يو سلو پنځوس کيلومتره دی او په کنډوالو کې بودايي برجونه ، معبدونه ، بودايي مقبرې او هستوګنځي هم

پراته دي ، د څه دپاسه دوو زرو کالو نه مخکې نيا له ګڼی ګوڼی يو ډک ښار و ، خو هيچا ته معلوم نه ده چې نوموړي ښار څه وخت په ناڅاپه توګه د شينجيانګ د تاکلاماګن په لويه صحرا کې بې سببه ورک شو، په ١٩٠١ کاله پوري برتانوي سياح چې ستاين نوميده نوموړي ښار کشف کړ او ورڅخه يې زيات قيمتي شيان يووړل چې له دی امله د نيا پخواني ښار بيا د نړۍ د خلکو توجه ورجلب کړه ٠

په پخوانۍ موده کې هه تيان د وريښمينې لار په جنوبي برخه کې يو ترانسپورتي مرکز و او د وريښمينو ټوکرانو د وړلو او راوړلو يو مهم ځای و ، خو د سمندري سوداګري لارې د رامنځته کيدو او ګرميدو له امله ځمکني وريښمينه لار په ١٥ پيړۍ کې ورو ورو سړيده ، له همدې امله هه تيان هم ورو ورو د خلکو له سترګو څخه ووت ، خو نن ورځ هم د هه تيان په کوچني ښار کې پخوانۍ نښې نښانې ليدل کيږي ٠ د وريښمينو ټوکرونو د اوبدلو په فابريکه کې د پاکستان سياح نايوني حال شان وويل پاکستان د شينجيانګ سره څيرمه دی ، په دغه ځای کې اوبدل شوې غالۍ ﻻ پخوا پاکستان ته صادريدې ، په هغه وخت کې چې د چا په کور کې د چين وريښمين ټوکر موجود و نو د کور لپاره يو ډول وياړ ګڼل کيده ٠

د هه تيان په ښار کي اوبدل شوي وريښمين ټوکر زياتو هيوادونو ته صادريږي

مخکې مونږ وويل چې د هه تيان په ښار کې يشمي ډبرې زياتې دي او ډير شهرت لري پخوا په چين کې يوه اصطلاح وه چې وايي ډير قيمتي يشم په هه تيان کې پيدا کيږي٠ په تيره بيا په هه تيان کې د يانګ جي په نامه سپين يشم لوړ کيفيت لرونکي

او ظريف دي ، په هه تيان کې توليد شوي راز راز يشمي شيان سويدن ، ايتاليې ، برتانيې او د فرانسې په شمول څه دپاسه شلو هيوادونو او سيمو ته صادريږي ، په

نوموړي ښار کې د يشمي شيانو راټولونکي ښاغلي وانګ کون وويل په هه تيان کې يشمي توليداتو نه يوازي په چين بلکې په نړۍ کې هم ډير شهرت موندلی دی ، هه تيان په نړۍ کې د خالصو يشمي شيانو د توليدولو له مهمو ځايونو څخه شميرل کيږي ٠ دا زمونږ لپاره يو وياړ دی ، هغه زياته کړه چې د هه تيان يشمي ډبرې دوه ډوله دې ، يو ډول له غرونو څخه راايستل کيږي او بل يې له سيند څخه ترلاسه کيږي چې دا ډول يشمي ډبرې په ډيرې لوړې بيې پلورل کيږي ٠