د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان ائتلافی خبری اژانس د اکتوبر په پنځمه نېټه د دغه هېواد سترې محکمې د اعلان خبر ورکړ چې د ولسمشرۍ ټولټاکنې به د ټاکلی پلان له مخې د روانې مياشتې په شپږمه نېټه تر سره شي.
لسو قاضيانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې سترې محکمې د ټولټاکنو کمېټې له خوا ټاکل شوی وخت ومانه، خو دغې کمېټې ته به اجازه ور نه کړی چې د اکتوبر له اوولسمې نېټې مخکی د ټولټاکنو پايلې اعلان کړي.
سترې محکمې د سپتمبر په اته ويشتمه نېټه پرېکړه وکړه چې اوسنی ولسمشر پرويز مشرف کولی شی د اوسنی پوځي دندې په ساتلو سره د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ګډون وکړي. خو د سترې محکمې پخواني قاضی وجيه الدين احمد او د ولسی ګوند مرستيال محدوم امين فهيم په دوهمه نېټه دغې سترې محکمې ته وړانديز وکړ چې ښاغلی پرويز مشرف د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د ګډون حيثيت نه لری. په دې اړه به د پاکستان ستره محکمه د روانې مياشتې په اوولسمه نېټه يوه غونډه تر سره کړي، نو له دې امله بايد د ټولټاکنو پايله بايد تر هغې ورځې اعلان شی.