<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-06 18:04:16    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بيلابيلو پوښتنو ته ځوابونه پکی ورکوو . هېله لرم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسی او خپلې بيلابيلې پوښتنې راواستوئ .

ګرانو دوستانو ! په پاکستان کې زمونږ يو اوريدونکی ښاغلی رفيع الله مندوخيل زمونږ څانګې ته يو ښکلی ليک رااستولی دی . په دغه ليک کې يی د چين له نړيوالې راډيو سره د اړيکو د ټينګښت او پرمختګ په اړه يادونه کړې ده . ده ليکلی : له تېرو ١٧ کلونو راهيسی د چين راډيو خپرونې اورو . ٩ کاله وړاندې مو د سی ار ای لسنرز کلب ژوب په نامه د ښاغلی رفيع الله مندخيل په مشرۍ يو لسنرز کلب جوړ کړ . دا د سيمې لومړنۍ غټ کلب دی چې زيات شمير غړي لری .

د کلب غړی هره ورځ د سی ار ای نه يوازی پښتو بلکې اردو انګليسی هندی عربی فارسی او نورو ژبو خپرونې اوري او د سی ار ای تر شلو زياتو ژبو له څانګو سره د قلم اړيکې لری . که څه هم مونږ په دې زياترو ژبو سم نه پوهېږو خو بيا هم دا مو له سی ار ای سره د مينې يوه بېلګه ده .

(موسيقی )

موږ هر کال د چين د اولسی جمهوريت د تاسيسس ورځې د پښتو ، اردو عربی فارسی انګليسی هندی او نورو ژبو د کليزو په مناسبت غونډې او سيمينارونه جوړوو . د سيمې ليکوالانو ، پوهانو ، ژورناليستانو ، ښوونکو او محصلينو ته په کې د ګډون بلنه ورکوو . ويناوال ويناوې کوي .

د چين ولسی جمهوريت پر پرمختګ سی ار ای رڼا اچوی او خلکو ته معلومات ورکوی . ويناوالو او ګډون کوونکو ته به غونډو سوغاتونه ورکول کيږی . ماشومان د چين په هکله ترانې وايی . په ورځپاڼو او مجلو کې په دې اړه راپورونه خپريږی او دلته په سيمه ايزو راډيوګانو کې هم غونډو په اړه خبرونه خپريږی .

د کلب او غونډو له امله اوس ډير خلک د چين په اړه معلومات لري . د چين په اړه معلومات راغونډول دلته د ځوانانو يو ډير مهم کار ګرځېدلی دی .

موږ د چين له ولسی جمهوريت ، له ولس او سی ار ای سره مينه کوو .

دلته به پخوا خلکو د خبرونو دترلاسه کولو لپاره بی بی سی يا امريکا غږ راډوګانې اورېدې خو اوس يوازی د چين نړيواله راډيو اوري . له خبرونو پرته تفريحی او معلوماتی خپرونې هم ډيرې خوښوی .

د پښتو هنداره دلته ځوانان او محصلين ډير په مينه لولی . مونږ تل د سی ار ای په معلوماتی مسابقو کې برخه اخيستی ده . او په زرګونه ځوابی پاڼې مو درلېږلی دي . په تېره مسابقه کې د پانډو وطن _ سی چوان لپاره زمونږ د کلب غړو تر لس زره زياتې پاڼې په شلو ژبو کې درلېږلی دي .

ګرانه وروره مندوخيل ، دلته ستاسو له ليک مننه کوو . تاسی يو داسی اوريدونکی ياست چې په اوږده موده کې مو د چين له نړيوالې راډيو سره اړيکې ساتلی دي . زموږ پښتو څانګې ته مو ډير ليکونه راليږلی او پکی مو زيات وړانديزونه هم رااستولی دي چې زمونږ د پښتو خپرونې د نور ښه والی لپاره ګټور دی .

هره مياشت پښتو څانګه د پاکستان او افغانستان او ان د نړۍ په نورو هيوادونو کې د اوريدونکيو له خوا ډير ليکونه ترلاسه کوي چې زموږ لپاره يو ډير ارزښتناک کار ګڼل کيږی . موږ د اوريدونکو له نظرونو سره سم راتلونکی کارونه ترسره کوو او له مخی

يی دخپلو کارونو ارزونه کوو . موږ هيله لرو چې ګران اوريدونکي له مونږ سره دغه شان ښې اړيکی وساتی چې زموږ خپلمنځی دوستی نوره هم ټينګه شی .