د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ وياند وحيدارشد د اکتوبر په اوومه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد امنيت ساتونکی پوځ په همدې ورځ په شمال لوېديځه قبايلي سيمه کې له وسلوالو کسانو سره سخته جګړه کړی او شل وسلوال کسان يې وژلی دي.
نوموړی وويل وسلوالو کسانو د شمالي وزيرستان په سيمه کې پر امنيت ساتونکي پوځ بريد وکړ، نو امنيت ساتونکي پوځ ته د هيليکوپترونو مرسته ور ورسيده چې په ترڅ کې شل وسلوال کسان وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي. پدې پېښه کې د امنيتي ساتي کسانو دوه سرتيری وژل شوی او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.